د امريکا د بهرنيو چارو وزارت مرستياله پر افغان سولې د بحث لپاره اسلام اباد ته تللې

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۳۰ مرغومي، ۱۳۹۸ل): جنوبي او مرکزي اسيا لپاره د امريکا د بهرنيو چارو وزارت مرستياله اليس ويلز د لوړپوړي ډيپلوماټيک پلاوي په مشرۍ په څلور ورځني سفر اسلام اباد ته رسېدلې ده.

نوموړې تر دې وړاندې سري لنکا او هند ته هم تللې وه.

د امريکا د بهرنيو چارو وزارت ويلي، اليس ويلز به د روانې جنورۍ تر ۲۲مې نېټې په اسلام اباد کې له ملکي او پوځي چارواکو سره په ليدو کتو بوخته وي.

د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت اسلام اباد ته د اليس ويلز د سفر پخلی کړی او وايي، چې نوموړې به له پاکستاني چارواکو سره د دوه اړخيزو اړيکو سربېره پر افغان سولې هم خبرې وکړي.

د بهرنيو چارو وزارت وياند محمد فیصل ويلي، له امريکايي پلاوي سره به د کشمير جنجالي موضوع سربېره هلته د هند له لوري د بشري حقونو په سرغړونه او افغان سولې هم خبرې وشي.

د افغانستان سولې موضوع تر ټولو اړينه

د نړيوالو چارو پاکستاني کارپوه فرحان بخاري امريکا غږ ته ويلي، د اسلام اباد او واشنګټن ترمنځ تر ټولو اړينه مسئله د افغانستان د سولې موضوع ده، د ولسمشر ډونلډ ټرمپ لپاره په راتلونکو ولسمشريزو ټاکنو کې د بريا لپاره له افغانستانه د خپلو ځواکونو ايستل اړين دي.

د فرحان بخاري په وينا په منځني ختيځ کې د وضعيت له قابو کولو وروسته له طالبانو سره د سولې تړون او د امريکايي عسکرو ايستل به ولسمشر ټرمپ په راتلونکو ولسمشريزو ټاکنو کې د خپلې بريا په توګه وړاندې کوي.

ښاغلي بخاري زياته کړې، چې امريکا له افغانستانه د وتلو لپاره د پاکستان مرستې ته اړتيا لري او له همدې امله له طالبانو سره تر هوکړې مخکې بايد له پاکستان سره د خپلو پوځيانو د وتلو په ميکانيزم سلامشورې وکړي.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
2 د تبصرو شمېر
1 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
الجاج استاذ بیانزی
میلمه
الجاج استاذ بیانزی

د امریکا سیاسی تکشل د نړی د نورو هیوادو له سیاسی تشکل څخه د زمکی او اسمان توپیر لری : د امریکا حکومت اصلی واک د نظم نوین جهانی په لاس کی دی کیدی شی ځینی جمهور ریسان لکه بوش او داسی نور د نظم نوین جهانی لوړپوړی غړیتوب هم ولری مګر ځینی یی نه لری . مګر له ریس کیدو د مخه هغه جمهور ریس ارزیابی کوی چه د نظم نوین جهانی د هغه وخت د شرایطو سره برابرښت لری که یی نه لری . دا لوی بحث دی . که یی لیکم لبصره اوږدیږی . نظم نوین جهانی… نور لوستل »

اجمل
میلمه
اجمل

دا امریکایی بی بی اسلام آباد تللی او قریشی صیب هم قطر ته. بیا نو سوله به د چا په لاس کی وی؟ طالب خوارکی چی لږ د سولی روند راجوړ کړی بیایی همدوی بیرته ور خراب کړی لکه چی کړی یی هم دي. سهل شاهین خو وویل چی تر آخر د دی میاشت یعنی تر لسو ورځو پوری به د طالبانو او امریکایانو تر منځ توافقنامه امضا شی خو زه وایم چی په کوران که یی امضا کی، په والله که یی امضا کړی تر دی لوی قسم نشته. کابل کی لعنتی غنی پر خلکو توره ورځ راوستی او… نور لوستل »

سيد زرغون شآه آغا
میلمه
سيد زرغون شآه آغا

اجمل جان!بخښنه غواړم.
کوران غاط دى
قران صحيح دى
ړستونى غلط دى
لستوڼى صحيح دى