
دوو ولايتونو کې ۳۲ عسکر له خپلو دندو لاس په سر شوي
نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۳۰ مرغومي، ۱۳۹۸ل): په بغلان او بدخشان ولايتونو کې ۳۲ دولتي عسکرو، پوليسو او اربکيانو خپلې دندې پريښي دي او عادي ژوند ته يې مخه کړې ده.
د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد وايي چې د بغلان ولایت د مرکزي بغلان ولسوالۍ او بدخشان ولايت په تګاب ولسوالۍ کې ۳۲ دولتي عسکر، پوليس او اربکيان له خپلو دندو لاس په سر شوی او عادي ژوند ته يې مخه کړې ده.
#الفتح:
د بغلان ولایت مرکزي بغلان ولسوالۍ په مربوطاتو کې د کابل ادارې ۲۲ تنه عسکر او پولیس د حقائقو په درک کولو سره له خپلو دندو لاس په سر او له مجاهدینو سره یوځای شول.
د دعوت او ارشاد مسئولینو یې هرکلی وکړ او د ارام ژوند ډاډ یې ورکړ. pic.twitter.com/UAqbxCp5Qq— Zabihullah (..ذبـــــیح الله م ) (@Zabehulah_M33) January 20, 2020
مجاهد زياتوي چې د ارشاد او دعوت کميسيون او سیمه ييزو طالبانو په هڅو ياد عسکر له خپلو دندو لاس په سر شوي دي.
د طالبانو له لوري په خپره شوې خبر پاڼه کې راغلي چې په بغلان ولايت کې ۲۲ دولتي عسکرو او په بدخشان کې ۱۰ عسکرو خپلې دندې پريښي دي او طالبانو ته ورغلي دي چې طالبانو يې تود هرکلی کړی
دی او د هغوی دا اقدام يې د عسکرو د کورنيو لپاره نيک بختي بللې ده.
#الفتح:
د بدخشان تګاب ولسوالۍ په مربوطاتو کې هم د کابل ادارې ۱۰ تنه عسکر او پولیس د حقائقو په درک کولو سره له خپلو دندو لاس په سر او مجاهدینو ته راغلل.
د جلب و جذب مسئولینو یې هرکلی وکړ.
د راغلو نومونه: سیدشاه،محمدالله،میرویس، اغامحمد،نادر،زمان،مومن،حفیظ الله،عصام الدین او مختار.— Zabihullah (..ذبـــــیح الله م ) (@Zabehulah_M33) January 20, 2020
د یادونې وړ ده چې د طالبانو د دعوت او ارشاد کميسيون له پخوا راهيسې د دولتي عسکرو له جنګه د لاس اخيستلو او عادي ژوند ته د ګرځېدو هلې ځلې کوي چې ډیری وخت په بيلابيلو ولايتونو کې دولتي عسکر له خپلو دندو لاس په سر کيږي او عادي ژوند ته ورګرځي چې طالبان يې هم هرکلی کوي او د امنيت او خونديتوب تضمين ورکوي.
تر اوسه د بغلان او بدخشان ولايتي چارواکو په دې اړه څه نه دي ويلي.