ويسا ورځپاڼه: حکومت د اوربند په پلمه د سولې مخالفت کوي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۳۰ مرغومي، ۱۳۹۸ل): له کابله خپرېدونکې «ويسا» ورځپاڼې ليکلي، حکومت د اوربند په بهانه د سولې مخالفت کوي او غواړي، چې د سولې ټول بهير له ناکامۍ سره مخ کړي.

ورځپاڼې د ولسمشرۍ ماڼۍ د وياند صديق صديقي او د سولې په چارو کې د دولت وزير عبدالسلام رحيمي هغو څرګندونو ته اشاره کړې، چې د امريکا او طالبانو ترمنځ د سولې تړون تر هغو ګټور نه دی، تر څو، چې طالبانو بشپړ اوربند نه وي کړی.

د ويسا په وينا طالبان د دوو اندېښنو له امله بشپړ اوربند نه کوي.

لومړی: طالبان ځکه اوربند نه کوي، چې ښايي دوی اندېښنه ولري، که جنګيالي يې د جګړو له ليکو ووځي، په داسې حال کې که امريکا او حکومت سره د سولې تړون ونه شي، بېرته به يې راستنول د دوی لپاره ستونزمن وي.

دوهم دا که د اوربند پر مهال ځينې مغرضې کړۍ د سولې پر وړاندې د خنډونو رامنځته کولو هڅه وکړي او اوربند مات کړي، بيا به امريکا وايي، چې طالبان تر يوې قومندې لاندې نه دي.

ويسا ورځپاڼه وايي، حکومت د اوربند د يوې پلمې په توګه وړاندې کوي او اصلي خبره د سولې مخالفت او د واک غځول دي.

د ورځپاڼې په وينا که د سولې پروسه بريالۍ شي، د حکومتي چارواکو اوسنۍ مزې له منځه ځي او له همدې امله حکومت تر اوسه د بین الافغاني خبرو لپاره د پلاوي په جوړولو نه دی توانيدلی او د سولې پر وړاندې ډول ډول پلمې لټوي.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
1 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
الجاج استاذ بیانزی
میلمه
الجاج استاذ بیانزی

زما د سیالی ارزونو له مخی : په اشغال شوی هیواد کی حکومت خپله اشغالګر او هغه اشغلګر دخپلو استعماری ګټو د خوندی ساتلو دپاره ( د هیوادوالو او نړیوال د خطا ایستنی د پاره ) د هغه هیواد له بی ضمیرو غلامانو یوه غلامه اداره جوړوی . غلامه اداره هغه اداره ده چه د څه ویلو او کولو د پاره ورته اشغلګر دستور او قومانده ورکوی چه دا ووایاست او دا وکړی. د کابل غلامه اداره د سولی او جنګ دپاره څه نه لری هماغه لری چه ورته ویل شوی وی د کرزی دوری او د هغه وخت د… نور لوستل »