افغانستان

یوناما: د سولې په خبرو کې دې د ر سنیو ازادي د یو اصل په توګه مطرح شي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۳۰ مرغومي، ۱۳۹۸ل): د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو سیاسي استازولي «یوناما» وایي، په افغانستان کې د خبریالانو امنیت ته پېښ ګواښونه د اندېښنې وړ دي او د رسنیو ازادي باید د سولې په خبرو کې د یو اصل په توګه مطرح شي.

دغه څرګندونې د یوناما د دفتر مشر «تدامیچي یاماماتو» نن په کابل کې یوې ناستې ته کړې، نوموړي ویلي « د رسنیو او بیان د ازادي ماهیت دا ایجابوي، څو په دې موضوع باندې د سولې د توافقنامې له لاسلیک وړاندې هر اړخیز بحث وشي.»

د نوموړي په خبره، افغانستان لا هم د خبریالانو لپاره د خطرناکو هیوادونو له ډلې شمېرل کېږي او هغوی ته ور پېښ ګواښونه اندېښمنوونکي دي؛ خو څومره، چې اړینه وه په هماغه اندازه دې برخې ته لازم تدابیر نه دي نیول شوي.

د یوناما رییس داسې مهال په افغانستان کې خبریالانو ته ورپېښو ستونزو اندېښمن کړی، چې د افغان ژورنالستانو د خوندیتوب کمېټه وایي، تېر کال د ۲۰۱۸ میلادي کال په پرتله د خبریالانو په وړاندې تاوتریخوالی دیارلس سلنه کم شوی.

د یادې کمېټې د رییس «نجیب شریفي» له قوله، په تېر میلادي کال کې د خبریالانو په وړاندې د تاوتریخوالي ۱۰۵ قضیې ثبت شوي، چې د ۲۰۱۸ زیږدیز کال په پرتله ۱۳ سلنه کموالی ښيي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
الجاج استاذ بیانزی

له دوهم نړیوال جنګ څخه وروسته چه امریکا پکی مخکښه استعماری قدرت جوړ شوی له هغه وروسته یی د نړیوال حکومت او د زمکی شاهنشاهی یا خدایی خوبونه ګوری د همدی خوب تعبیر سمولو دباره یی په نورو هڅو سربیره د تش په نامه ملګروی ملتو د ایجړاګانو داسی یوه اداره رامنځته کړه چه په سر کی یی امریکا قرار ولری خو روسیی ، چین ، فرانسی او برطانیا ته په امنیت شوری کی هم مساوی سهم ورکړی مګر دا چه د امریکا اړخ دری او مقابل اړخ یی دوه تشکیلوی دری د دوه وو به مقابل کی تل وړونکی… نور لوستل »

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x