ټاکنې: شاوخوا شپږ زره استناف غوښتونکي شکایتونه ثبت شوي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۳۰ مرغومي، ۱۳۹۸ل):  د کابل حکومت د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون وایي، نن ورځ «دوشنبه» د استناف غوښتونکو شکایتونو د ثبت پروسه په رسمي ډول پای ته رسېږي، چې  تر دې دمه شاوخوا شپږ زره شکایتونه ورته ثبت شوي.

د ټاکنیزو شکایتونو د کمېسیون د دارلانشاء رییس «چمن شاه اعتمادي» وایي « نن ورځ دوشنبه د استنافي شکایتونو د ثبت پروسه په رسمي ډول پای ته رسېږي او سبا دې شکایتونو ته د لاسرسي پروسه پيلېږي، تر دې دمه ۶۲۸۳ استنافي شکایتونه ثبت شوي.»

د کمېسیون د چارواکو په وینا، د استناف غوښتونکو شکایتونو له ډلې تر ټولو زیات یې د عبدالله عبدالله، اشرف غني او ګلبدین حکمتیار د ټاکنیزو ډلو له لوري ثبت شوي.

یاده دې وي، چې د ټاکنو خپلواک کمېسیون د «مرغومي» د میاشتې په لومړۍ نېټه د ولسمشریزو ټاکنو لومړنۍ پایلې اعلان کړې، چې له مخې یې اشرف غني د تېرو ولسمشریزو ټاکنو مخکښ نوماند اعلان شو، اعلان شوې پایلې تقریبا د ټولو ټاکنیزو ټیمونو له لورې رد شوې او له منځه یې د عبدالله عبدالله، اشرف غني او ګبلدین حکمتیار ټاکنیزو ډلو نږدې ۱۶ زره شکایتونه ثبت کړل.

د روانې میلادي میاشتې په ۱۴ مه نېټه د انتخاباتي شکایتونو کمېسیون اعلان وکړ، چې د ثبت شویو شکایتونو تر څېړلو وروسته یې لس زره شکایتونه رد کړي او پرېکړه یې کړې، چې د شپږ زره محلونو رایې به بیا شمېري.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
1 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
مجاهد
میلمه
مجاهد

اصلا ټاکنی شوی نه دی که ټاکنی شوی وی دوه دری میلونه خو یی کابل کی هم راټولولی شوی ، له خبلو دولتی مامورینو ، ملی اردو، پولیسو ، ملیشو او امنیتی او استخباراتی ځواکونو او پرسونل یی هم دوه دری میلونه ټولولی شوی یو میلون رایوی او هغه هم له درغلیو ډکی یعنی یو میلون رایو کی یو میلون درغلی شوی دا معنی چه مثبت د منفی سره په صفر بدلی شوی یعنی ټاکنی نه دی شوی او درغلنو رایو باندی حسابونه او جنی زنی کیږی . دا هم امریکا غواړی تر نامعلومه وخته وځنډوی معلوم شی چه طالب… نور لوستل »