نړۍ

کراچي کي عمران خان د نن څخه د دوو ورځو لپاره په مظاهرو لاس پوري کوي

imran_khan_wiht_capنن ټکی آسیا: د پاکستان تحریک انصاف مشر عمران خان ویلي چي د نن څخه به دوی د نورو تنظیمونو په ګډون په قبایلي علاقو کي د ډرون بریدونو په خلاف په کراچي کي په احتجاجي مظاهرو لاس پوري کوي، او ناټو ته تیل وړونکي ټانکران به نه پریږدي چي دغه دوې ورځي د کراچي څخه تیر سي.

نومړي وویل چي په دغه مظاهره کي به سني تحریک، جمعیت علماء اسلام (سمیع الحق) جماعت اسلامي،

تحریک استقلال او د سنده ایالت نور قوم پرست جماعتونه هم شرکت وکړی.

عمران خان په یوه خبري کانفرانس کي وویل چي پر پاکستان باندي ډرون بریدونه د حکومت او اپزیسیون ډلي دواړو په سلا مشوره ترسره کیږي، دوی دواړه په پټه سره یو لاسي دي،.

نومړي وویل چي پاکستان صرف په چټک او بیړني توګه انتخاباتو کولو سره کولای سي چي د اوسني مشکلاتو څخه ځان خلاص کړي.

د نواز شریف د هغه هڅو په اړه چي غواړي په سنده کي د قوم پرسته ډلو سره اړیکي ټینګي کړي او د راتلونکو انتخاباتو لپاره ورسره اتحاد وکړي، وویل چي نواز شریف مخکي هم ددغو تنظیمونو او نورو سره چي په اي پي ډي ایم کي شامل وه دوکه کړې وه.

د یادوني وړ ده چي اي پي ډي ایم یو تنظیمي اتحاد وو چي د مشرف په وخت کي جوړ شوی وو، او یوه پریکړه يې دا کړې وه چي د مشرف په حکومت کي به په انتخاباتو کي برخه نه اخلي، مګر نواز شریف هغه پریکړه تر شاه وغورځوله او په انتخاباتو کي برخه واخیستله، او د ټولو تنظیمونو سره يې د عمران خان په اصطلاح دوکه وکړه.

عمران په داسي وخت کي په کراچي کي د ناټو او ډرون بریدونو په ضد مظاهره کوي چي تیره ورځ د وزیرستان په میرانشاه سیمه کي ډرون برید ۵ کسه ووژل او ګڼ شمیر يي نور ټپیان کړه، او پاکستاني اخبارونو د ویکي لیکس هغه معلومات خپاره کړل چي په کښي ویل شوي وه چي د پاکستان د فوځ مشر جنرال اشفاق کیاني د امریکا څخه غوښتي وه چي په وزیرستان باندي ډرون بریدونه زیات کړي، که څه هم دا خبره بیا د فوځ ویاند رد کړه.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x