سرچينه: قيصاري حکومت سره د جوړجاړي په بدل کې تاوان او ۱۲۰۰ کسيزه قطعه غواړي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۳۰ مرغومي، ۱۳۹۸ل): د جنرال دوستم پخوانی قومندان او فاریاب کې د خپلسرو ملېشو مشر نظام الدين قیصاري له حکومت سره د روغې جوړې لپاره مذاکرات پيل کړي دي.

باوري سرچينې وايي، حکومت منلې، چې قومندان قیصاري ته به د هغه د ويجاړ شوي کور ټول تاوان ورکوي، چې تېره مياشت د دولتي ځواکونو په ځمکنيو او هوايي عملياتو کې زيانمن شوی و.

يوې حکومتي سرچينې کابل نيوز ته ويلي، قومندان قیصاري اوس هم په مزار شريف کې د جرمني په قونسلګرۍ کې دی او هلته يې له حکومتي پلاوي سره د جوړجاړي خبرې روانې دي.

د سرچينې په وينا قیصاري وايي، حکومت بايد په شمالي ولايتونو کې د ده لپاره ‍۱۲۰۰ کسيزه خپلواکه قطعه منظوره کړي او دی يې د قومندان په توګه ومني، خو حکومت شپږ سوه کسيزه قطعه ورته په نظر کې نيولې ده.

سرچينه دا هم وايي، د قیصاري مرکچي پلاوی په مزار شريف کې له حکومتي پلاوي سره په خبرو بوخت دی او د ۱۲۰۰ کسيزې قطعې سربېره د هغه د زيانمن شوي کور د تاوان لپاره د پنځو ميليونو ډالرو غوښتنه هم کوي.

قومندان قیصاري تېره ورځ پر خپلې فیسبوک پاڼې خپل انځور خپور کړی و او ويلي يې و، چې دی به خپلې مبارزې ته دوام ورکړي او ډېر ژر به هغه څېرې افشا کړي، چې د ده پر وينو يې معامله کړې ده.

حکومت تر اوسه په دې اړه رسمي غبرګون نه دی ښودلی.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
2 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
الحاج استاذ بیانزی
میلمه
الحاج استاذ بیانزی

د خندا ګانو !!! د غلامی اداری تر دی کچی کمزوریو ته وګوری چه د یو قیصاری د مهارولو یا نیولو زور نه لری . که قیصاری بد سړی وو ، تر اخری کچی یی په ضد نظامی عملیاتو ادامه کړی وی باید نیول شوی او یا وژل شوی وی. به هر صورت که بد سړی وو په ضد یی عملیات قانونی بڼه لری . د یو قیصاری په مقابل کی چه د ګوتو به شمار ساتونکی لری حکومت توانایی نه لری چه هغه ونیسی او یا ووژنی د طالبانو په مقابل کی څرنګه جنګیږی که اشغلګر نه وی دوی… نور لوستل »

احمد شاه ګلزار
میلمه
احمد شاه ګلزار

په کابل او ځېنو ولاېتونو کى داخلى بېځاېه شوى خلګ او راستنه شوى مهاجر له اېران او پاکستان څخه پدى ژمى کى له سختو ستونزو سره مخ دى، اوس قېصارى صاحب دخپل کور تاوان پنځه ملېونه ډالره غواړى، زه فکر کوم چى له ټولو نه دا خلګ مهم دى، چى پدى ژمى کى دا پنځه ملېونه دالره ددى مظلومو خلکو لپاره مصرف کړى،، قېصارىاو دوستم دى له طېارى لاندى خطا کړى، په درناوى