افغانستان

د ملا برادر اخوند په مشرۍ د طالبانو پلاوي له خلیلزاد او سکاټ ميلر سره ليدلي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۱ سلواغه، ۱۳۹۸ل): د طالبانو سياسي مرستيال او د قطر دفتر مشر ملا عبدالغني برادر تېر ماښام په دوحه کې د مرکچي پلاوي په مشرۍ د امريکا له ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد او په افغانستان کې د امريکايي ځواکونو له مشر قومندان جنرال سکاټ ميلر سره ليدلي دي.

د طالبانو د سياسي دفتر وياند محمد سهيل شاهين په خپله ټويټرپاڼه کې ليکلي، چې ملا برادر اخوند د شېر محمد عباس ستانکزي او مولوي امير خان متقي په ملتيا له زلمي خلیلزاد او جنرال ميلر سره په راتلونکو ګامونو تفصيلي خبرې کړي دي.

ښاغلي شاهين په دې اړه نور جزئيات نه دي ورکړي، خو وايي، دا ناسته به نن سه شنبه هم روانه وي.

د قطر دفتر ویاند دا څرګندونې په داسې حال کې کړي، چې د امريکا او طالبانو ترمنځ يو کلن مذاکرات پای ته رسېدلي او دواړه لوري د هوکړې لاسليک د نيټې او اړوندو مراسمو لپاره په سلا مشورو بوخت دي.

ويل کيږي، چې دواړه لوري د جګړې تشدد په کمولو سلا شوي او ښايي د روانې جنورۍ تر پایه د امريکا او طالبانو ترمنځ د سولې تړون لاسليک شي.

په اسلام اباد کې د افغانستان پخواني سفير حضرت عمر زاخېلوال ويلي، د امريکا او طالبانو ترمنځ د سولې خبرې نهايي شوي، دواړه لوري د سولې تړون د لاسليک مراسمو لپاره په سلامشورو بوخت دي او که دا مشورې نهايي شي، خلیلزاد به کابل او واشنګټن ته سفرونه وکړي او دا تړون به لږ تر لږه دوه درې اونۍ وخت ونیسي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
اجمل

یار تر آخر د جنوری څه چی تر آخر د فبروری به یی امضا نکړی. ګوری به یی.

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x