دیني، سیرت او تاریخ

عزت او ذلت دواړه زموږ په لاس دي!

لیکواله: ډېوه همت لور
درېیمه برخه

لوی څښتن چي د اسلام د سپېڅلي دین په پېرزو کولو سره انسانانو ته کوم عزت او سر لوړي ورپه برخه کړې ده، نور ادیان ځني برخمن نه دي. د اسلام سپېڅلي دین عزت او پرتم دی چي مسلمانانو وکولای سوای په ډېر لږ وخت کي پر نړيوالو باندي واکمن سي او حکومت پر وکړي. له نېکمرغه موږ هغه امت یو چي لوی څښتن زموږ د عزت غوښتونکی دی. د اسلام برکت وو چي مسلمانان د شان او شوکت څښتنان وه او د ټولي نړۍ انسانانو د اسلامي بیرغ تر سیوري لاندي ژوند کاوه.

هو ! که چیري د اسلامي تاریخ یو څو پاڼۍ شاته واړوو، نو راته څرګنده به سي چي مسلمانانو چي کوم عزت، شان او شوکت د اسلام په تېرو مهالونو کي درلود اوسمهال نه تر سترګو کيږي. اوسمهال زیاتره ځوانان همدا پوښتني کوي چي کوم عزت چي د اسلام په لومړیو کي وو، ولي نن موږ له هغه څخه برخمن نه یو؟ ولي موږ د کفر او دښمن تر بیرغ لاندي د غلامۍ او ټيټ ژوند کوو؟

د دې پوښتني په جواب کي بیا هم ویلای سو چي ستونزه په اسلام کي نه، بلکي په موږ کي ده. موږ خپله نه غواړو چي د عزت څښتنان سو. لوی څښتن فرمایلي دي:

(مَنْ كَانَ يُرِيدُ الْعِزَّةَ فَلِلَّهِ الْعِزَّةُ جَمِيعًا ۚ) [فاطر:۱۰] ژباړه: څوک چي (په دنيا او آخرت کي داسي) عزت (شرف، قوت، ساتنه، لوړتيا او وجاهت) ترلاسه کول
غواړي (چي ذلت او خواري ورسره مله او ملګرې نه وي)، نو (له الله څخه دې د هغه په طاعت سره وغواړي نه له بل چا څخه او يوازي دي پر هغه اعتماد وکړي، ځکه) عزت ټول(پر دې نړۍ او په هغه دنياکي) يوازي د الله په واک کي دی(څوک چي له مخلوق څخه عزت غواړي الله به يې ذليل کړي او څوک چي له خالق څخه عزت غواړي الله به عزت ورکړي).

عزت یوازي او یوازي په اسلام کي دی . هر څونه چي موږ هرلوري ته هلي ځلي وکړو، خوارۍ وکاږو، د نړۍ شتمنۍ تر لاسه کړو، ځانونه لوړو لوړو رتبو ته ورسوو، په لوکسو موټرونو کي کښېنو، باډي ګارډان د ځانو سره وګرځوو، خو تر څو پوري چي مو په بشپړه توګه پر لوی څښتن ایمان نه وي راوړی، قرآن کریم مو نه وي منلی او عمل مو نه وي په کړی، عزت نسو تر لاسه کولای !

حضرت عمر بن خطاب رضي الله عنه څه ښه فرمایلي دي: «إِنَّا كُنَّا أَذَلَّ قَوْمٍ فَأَعَزَّنَا اللَّهُ بِالْإِسْلَامِ فَمَهْمَا نَطْلُبُ الْعِزَّةَ بِغَيْرِ مَا أَعَزَّنَا اللَّهُ بِهِ أَذَلَّنَا اللَّهُ» رواه الحاكم في المستدرك على الصحيحين وقال:«هَذَا حَدِيثٌ صَحِيحٌ عَلَى شَرْطِ الشَّيْخَيْنِ».

ژباړه: موږ ډېر خوار قوم وو او لوی څښتن په اسلام سره موږ با عزته او سر لوړي کړو. که مو عزت د اسلام پرته په بل څه کي لټولای، نو لوی څښتن به هرومرو خوار او ذلیل کړي وای.

د عزت او سرلوړۍ د تر لاسه کولو لپاره لومړنی شرط په اسلام په بشپړه توګه ننوتل او عمل په کول دي.
هو! څوک چي د دین ځیني احکام عملي کوي او ځیني د سختۍ او ټمبلۍ له امله پرېږدي، نو تاسي خپله ووایاست چي هغه ته لوی څښتن تعالی څنګه بشپړ عزت ورپه برخه کړي؟! په اصل کي خو مؤمن باید هیڅکله په سستي، ټمبلي او ټیټ ژوند راضي نه وي او نه یې غوښتونکی وي. موږ هغه امت یو چي لوی څښتن زموږ لپاره د عزت او سر لوړۍ غوښتونکی دی، خو په دې شرط چي ځانونو ته په بدلون ورکولو سره د عزت څښتنان سو.
(إِنَّ اللَّهَ لَا يُغَيِّرُ مَا بِقَوْمٍ حَتَّىٰ يُغَيِّرُوا مَا بِأَنْفُسِهِمْ)[ رعد:۱۱]

ژباړه: باور ولرئ چي الله د کوم ولس حالت تر هغو نه بدلوي چي هغه ولس پخپله په خپلو حالاتو کي بدلون رانه ولي.

بل ځای یې فرمایلي دي :
( يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا ادْخُلُوا فِي السِّلْمِ كَافَّةً وَلَا تَتَّبِعُوا خُطُوَاتِ الشَّيْطَانِ إِنَّهُ لَكُمْ عَدُوٌّ مُبِينٌ (208)) [البقرة: ۲۰۸].
ژباړه: اى هغو کسانو چي پر الله مو د خپل پالونکي، پر محمد مو د پيغمبر او پر اسلام مو د دين په توګه ايمان راوړى دى! په اسلام په بشپړه او ټوليزه توګه (په ټوله اسلام) ننوزئ (او هيڅ شی يې بې پلي کېدو مه پرېږدئ، لکه چي اهل کتاب يې کوي چي د کتاب پر ځينو برخو ايمان راوړي او په ځينو برخو يې کفر غوره کوي. اسلام په بشپړه توګه ومنئ، ټول شرايع[قوانين او لارښوني] يې پر ځانو پلي کړئ او په ګردو احکامو يې عمل وکړئ او يو د بله روغه جوړه وکړئ، مه سره بېلېږئ، ان که نور لا چي ستاسي په دين نه دي تر څو چي په سوله کي درسره اوسي، په سوله کي ورسره اوسئ، خو که تېری درباندي وکړي، جګړه ورسره وکړئ، ځکه ستاسي پياوړی او قوي دين د جګړې او دښمنيو لپاره نه دی راغلی، بلکي د لارښووني، سولي او سلامتيا لپاره راغلی دي او د تېري دفع په مثل سره کوي) او د شيطان د پلونو متابعت مه کوئ (د شيطان پر جوړه کړې لار چي ګنهونو ته مو بولي، مه ځئ او سوداوي[وسوسې او اندېښنې]يې زړه ته مه اچوئ). باور وکړئ چي هغه ستاسي ښکاره دښمن دى.

باید ومنو چي اوسمهال د دین او د اسلامي احکامو په وړاندي زموږ د مسؤولیتونو تر سره کول ډېر کم رنګه سوي دي. موږ هغو شیانو ته ډېر اهمیت ورکوو چي زموږ نه دي او د هغو سره په اړیکه خپل عزت او سر لوړي له لاسه ورکوو. موږ ډېر هغه څه له لاسه ورکړي دي چي زموږ عزت په هغو کي دی . لوی څښتن تعالی څه ښه فرمایلي دي:
(الَّذِينَ يَتَّخِذُونَ الْكَافِرِينَ أَوْلِيَاءَ مِنْ دُونِ الْمُؤْمِنِينَ ۚ أَيَبْتَغُونَ عِنْدَهُمُ الْعِزَّةَ فَإِنَّ الْعِزَّةَ لِلَّهِ جَمِيعًا) [النساء ۱۳۹] ژباړه: دغه منافقان هغه کسان دي چي د مسلمانانو پر ځاى کافران د خپلو دوستانو (سرپرستانو او مرستندويانو) په توګه غوره کوي (او خپل ملګري او مرستندويان يې ګرځوي او د مسلمانانو له دوستۍ څخه ډډه کوي او د هغو دوستۍ ته علاقه نه ښيي). نو آيا هغوى په دې توګه عزت (سر لوړي او نصرت) د هغو سره لټوي؟ (هيڅکله نه! د هغو سره به هيڅکله د عزت خاوندان نه سي). نوتاسي پوه سئ چي عزت (شان او شوکت او واک او ځواک) ټول يوازي د الله دى. (او د کافرانو په لاس نه دى، نو هر څوک چي عزت غواړي له الله څخه دې وغواړي او څوک چي له الله څخه عزت وغواړي رشتينى عزتمن به سي او هر څوک چي له هغه پرته له بل چا څخه عزت وغواړي خوار او ذليل به سي).

کوم عزت چي د اسلام په لومړیو کي د صحابه وو رضي الله عنهم او وروسته نورو مسلمانانو ته په برخه سوی وو، هغو خو په هر ډګر کي په بشپړه توګه ټول قرآن کریم هم مانه او عمل یې هم په کاوه. د رسول الله صلی الله علیه وسلم هر فرمان ته یې، که یې د طبعي سره برابر وو که نه وو، لبیک وایه. سختي او آساني ټول پر یو ډول وه. د اسلام د خپرولو لپاره یې له هیڅ ډول هلو ځلو څخه مخ نه اړاوه. د هغو عملونه او کارونه یوازي د لوی څښتن تعالی د رضا د تر لاسه کولو لپاره وه ، ځکه نو عزت ، سر لوړی، شوکت او پر نړیوالو باندي د واکمنۍ نعمت هم د هغو په برخه سوی وو.

صحابه وو رضي الله عنهم به په ډېرو وړو او لویو کارونو کي د رسول الله صلی الله علیه وسلم هر فرمان مانه. ځیني وختونه به داسي کارونه هم وه چي د صحابه وو رضي الله عنهم د خوښۍ خلاف به وه، خو د رسول الله صلی الله علیه وسلم د سنت د پیروۍ په موخه به یې تر سره کول. کله چي حضرت عمر فاروق رضي الله عنه حجر الاسود مچ کړه، نو ويې فرمايل: زه پوهېږم چي ته ډبره يې، نه ضرر رسولای سې، نه ګټه او که ما نبي صلی الله علیه وسلم نه وای ليدلی چي ته يې مچولې، مابه هيڅکله ته نه وای مچ کړې.

اوسمهال د الهي احکامو د پلي کولو او د رسول الله صلی الله علیه وسلم د سنت څخه د مخالفت کولو په موخه موږ یوه او بله پلمه لټوو او وایو خیر دی دا دونه ګناه نه لري؟! خیر دی دا کوچنۍ ګناه ده. خیردی، خیر دی کوو خو په دې نه پوهیږو چي ځیني وختونه دا کوچني کوچني ګناهونه په لویو بدلیږي. د لویو لویو کورونو او سیمو د سوځلو لپاره زیاتره وختونه د اور کوچنۍ بڅری هم بسنه کوي! له همدې امله رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي: « يَا عَائِشَةُ، إِيَّاكِ وَمُحَقَّرَاتِ الذُّنُوبِ، فَإِنَّ لَهَا مِنَ اللهِ عَزَّ وَجَلَّ طَالِبًا» مسند الإمام أحمد، مسند الصديقة عائشة بنت الصديق، 24415 شمېره حديث.

ژباړه: ای عايشې ! د ګناهونو له کوچنيو او بابېزو ګڼلو څخه ډډه وکړه، ځکه دغسي ګناهونو ته د لوی څښتن له لوري ملايکه ټاکل سوې ده چي در ځي او د منکر او نکير غوندي د هغو پوښتنه در څخه کوي.

علمای کرام د دغه صحيح حديث په اړه فرمايي: څوک چي کوچنۍ ګناوي په بې پروايۍ سره کوي او توبه نه پر کاږي، نو دغه ګناوي پر راټولي سي تر دې چي هلاک يې کړي.

د احد په غزا کي کله چي مسلمانان د ماتي سره مخامخ سول، هغه وخت دوی د دې ډول مصیبت راتلو هیڅ هیله نه درلوده، ځکه لوی څښتن د هغو سره د بري ژمنه کړې وه. خو د آخرت د عظمت په وړاندي ددې نړۍ د شتمنۍ د تر لاسه کولو په موخه د صحابه وو رضي الله عنهم له هغي غوندۍ څخه چي دوی بايد نه وای ځني راکښته سوي، د راکښته کېدلو او اصلي عزت تر پښو لاندي کولو په جزا لوی څښتن د شهیدانو په وینه هغو ته مهم درس ورکړ او په څرګنده یې ذلیل او خوار کړل لوی څښتن فرمایلي دي:

﴿ أَوَلَمَّا أَصَابَتْكُمْ مُصِيبَةٌ قَدْ أَصَبْتُمْ مِثْلَيْهَا قُلْتُمْ أَنَّى هَذَا قُلْ هُوَ مِنْ عِنْدِ أَنْفُسِكُمْ ﴾ [آل عمران: 165].
ژباړه: آيا (اى مومنانو! تاسي فرياد کوئ او خوابدي سوي ياست)کله چي تاسي ته (د احد په جګړه کي) يو داسي ناورين (مصيبت) ورسېد چي تاسي (دښمن ته د بدر په جګړه کي) دوه ګونۍ رسولى وو. نو آيا تاسي پر دغسي موقع (په اريانتيا سره) دا واياست چي :” دا ناورين (کشتار او فرار) له کومه راغى؟ (په داسي حال کي چي موږ مسلمانان يو او رسول الله صلى الله عليه وسلم په موږ کي دى او زموږ دښمنان خو مشرکان دي؟) “. ورته ووايه (اى نبي!) چي: ” دا (ماته او ستاسي مرګ ژوبله ستاسي د پيغمبر له امره څخه ستاسي د مخالفت له امله او د ولجو پر ټولولو باندي ستاسي د هجوم او تلوار له امله) ستاسي له لوري درغلې ده“.

کله چي حضرت عمر رضي الله عنه د اسلام په دین مشرف سي ، نو د رسول الله صلی الله علیه وسلم په حضور کي حاضر سي او ورته ووایي : آیا موږ پر حق نه یو؟ رسول الله صلی الله علیه وسلم ورته و فرمایي. هو! بیا عمر رضي الله عنه ورته ووایي: آیا هغوی پر باطل نه دي؟ رسول الله صلی الله علیه وسلم ورته ووایي : هو! نو حضرت عمر رضي الله عنه ورته ووایي: که داسي وي، ولي خپل دین پټ کړو؟ رسول الله صلی الله علیه وسلم ورته وفرمايي : ای عمره! ستا نظر څه دی؟ عمر رضي الله عنه ورته ووايي : زما نظر دادی چي د باندي ولاړ سو او خپل دین څرګند کړو؟

تر هغې ورځي وروسته رسول الله صلی الله علیه وسلم هغه ته د فاروق لقب ورکړي، ځکه لوی څښتن د هغه په واسطه حق او باطل سره بیل کړي او د نړۍ او آخرت عزت ور په برخه کړي.

کله چي خالد بن ولید رضي الله عنه د انطاکیې پر لور لښکر کښي وکړي او هِرقل ته د مسلمانانو له خوا د شام د ځینو سیمو د فتح کولو خبر ورسیږي، هِرقل خپلو مشاورینو ته ووایي: زه باور لرم چي ډېر ژر به مسلمانان ټول شام فتح کړي. انطاکیه د شام آخري ښار دی او مسلمانان غواړي دا ښارهم فتح کړي. د هغه په فتح کولو سره نور شام زموږ له لاسه وځي او زموږ لپاره به په شام کي هیڅ ځای نه وي. زه دې ته حیران یم چي موږ په خپل دې ځواک او عظمت سره یو ځل هم ونه سوای کړای چي مسلمانانو ته ماته وکړو. زموږ ستر ستر جنرالان د هغو په وړاندي عاجز پاته سوي دي. ډېر د خواشينۍ ځای دی، هغه قوم چي زموږ فرمانبردار او مطیع وه او تل به زما څخه بیرېدل، نن هغوی پر موږ غالب سوي دي؟ (سیرت خالد بن ولید،۱۹مخ).

کله چي د بي بي اسماء رضي الله عنها زوی عبدالله بن زبیر رضي الله عنه د حَجّاج بن یوسف سره په جنګ کي شهید سي او د حَجّاج له لوري درې ورځي د هغه جسد په مکه مکرمه کي وځړول سي، نو خلک دې ته منتظر وه چي اسماء رضي الله عنها به حجاج ته ورسي او غوښتنه به ځني وکړي چي زما د زوی جسد را کښته کړه او د ښخولو اجازه یې راکړه. خو دې زمرۍ مور ته لوی څښتن داسي عزت نفس ورکړی وو چي ټول ورته حیران سول.

هو! کله چي اسماء رضي الله عنها حجاج ته ورنه سي نو حجاج د قصد، کینې او بغض له امله خپله اسماء رضي الله عنها ته ورسي او ورته ووایي: نه وینې ستا د زوی سره مي څه وکړل؟ اسماء رضي الله عنها ورته ووایي: زه وینم چي تا د هغه دنیا ور ضایع کړه، خو هغه ستا آخرت در خراب کړ!

دې ته وايي عزت او سر لوړي او جرئت ! که لوی څښتن هغې ته دغسي د نفس عزت نه وای ورکړی، هغې به دا دونه صبر او د ظالم په وړاندي داسي په جرئت سره خبري کله کولای سوای ؟ دا هر څه د اسلام برکت وو چي نوموړې د ظالم واکمن په وړاندي بې پروا وه او مخامخ یې سپک کړ او حقیقت یې ورته وویل.
صلاح الدین ایوبي رحمه الله په وصیت کي ویلي وه : که څه هم په راتلونکي کي به صلاح الدین ایوبي ستاسي سره نه وي، خو د هغه معنوي مبارزې به د خلکو لپاره یوه بېلګه وي….

بیا یې ویلي وه: ای مسلمانانو! که د اسلام سر لوړي او عظمت غواړئ، نو لازم دی چي یو مُټی سئ او د دښمنانو په وړاندي و پاڅېږئ! په هغه صورت کي مو وسلې په واقعیت سره نتیجه ورکوي. په هغه صورت کي مو هیلي او ارادې هیڅکله نه ستړي کیږي او د دښمن ځواک به سره وپاشل سي.(کتاب الروضتین ۲/۲۱۹مخ).

فکر وکړئ ! اوسمهال مسلمانان د هغه وخت په پرتله په ډېر بد وضیعت کي نه اوسي؟ ډېر بد کفري نظامونه نه دي پر واکمن؟ او د دښمنانو تر سلطې لاندي ژوند نه کوي؟ نو آیا اوس وخت نه دی رارسېدلی چي د صلاح الدین ایوبي رحمه الله وصیت پلی سي؟

یو وخت (د معتصم عباسي د واکمنۍ پرمهال) په يوه بازار کي چي یو شمېر مسلمانانو د رومیانو تر سلطې لاندي ژوند کاوه، یوه رومي عسکر د یوې مسلماني ښځې د څه مزاحمت کولو هڅه وکړه او وايي چي په بندي خانه کي يې بندي کړه. هغې د وخت خلیفه ته نارې وهل پیل کړي او ووایي: وا معتصماه ! (ای معتصم بالله مرسته راسره وکړه!) کله چي دا خبر تر معتصمه ورسیږي، نو د روم پاچا ته په لیک کي داسي ولیکي: د معتصم له لوري، د روم سپي ته ! یا هغه ښځه په عزت سره موږ ته تسلیم کړه، یا به زه ستا په لور داسي یو لښکر در ولېږم چي سر به یې ستا سره وي او پای به یې زما سره وي. بيايې پوځونه پر ور مارش کړل، هغه ښځه يې ځني راخوشي کړه او ډېر ملکونه يې ځني ونيول.

دې ته وایي عزت او سترتوب ! د هغه وخت مسلمانانو د لوی څښتن تعالی د رضا لپاره د یوې ښځي په وړاندي لا بې عزتي او ظلم نه سوای زغملای. نو راسئ د اوسمهال ظلم او د اسلام او مسلمانانو بې عزتی ته ! نن ورځ زموږ ډیري پتمني خوندي د اسلام او مسلمانۍ په جرم د کفر په وحشي زندانونو کي تر ظلم لاندي داسي شپې سبا کوي چي هغه کارونه چي ورسره کيږي د ويلو نه دي او هره شېبه د وا معتصماه نارې وهي. خو معتصم تر خاورو لاندي دی او نور د کفارو غلامان دي، او له دې امله د لوی څښتن له خوا خوار، ذلیل او د ټولي نړۍ د ریشخند لامل سوي دي. تاسي خپله ووایاست الله تعالی څنګه داسي کسانو ته عزت ور په برخه کړي؟!

درنو لوستونکو ! د پورتنیو ټولو سرلوړیو په مطالعه کولو سره آیا اوس هم موږ راضي یو چي د کفر او دښمن تر سلطې لاندي داسي ټیټ او شرموونکي ژوند ته ادامه ورکړو؟ د پورتنيو آیتونو په مطالعه کولو سره مو نور زړه ته نه لویږي چي عزت او سر لوړي د لوی څښتن تعالی په لاس کي ده .

باید لږ منصفانه پرېکړه وکړو. څنګه موږ اسلام نیمګړی منو او نیمګړی یې عملي کوو او عزت بشپړ غواړو ؟! دا خو بې انصافي ده ! نو بیا هم دې نتیجې ته رسیږو چي ستونزه په اسلام کي نه ، بلکي په موږ کي ده.

نور بیا ….

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
مجاهد

محترمی خور ډیوی صاحبی السلام علیکم ! ښکلی او اموزنده لیکنی لیکی ډیره مننه او ستاینه یی کوو اما بعد: ستاسی د لیکنی د عنوان په اړه می غوشتل څه ولیکم، تاسی لیکلی چه [[ عزت او ذلت دواړه زموږ په لاس دي]] مګر الله ج فرمایی : تعز من تشاء و تذل من تشاء بل ځای فرمایی : والقدر خیره و شره من الله …..د قر په دی سربیره د قران په ډیرو برخو کی یی ډیری نوری ورته یادونه شوی ځینی می په یاد هم نه دی او هغه چه می په یاد هم دی تبصره اوږدوی. هو دا… نور لوستل »

هدی

مجاهد صاحب ! فکر کوم تاسي مضمون تر پایه پوري نه دی ویلی. د نوموړي مضمون څخه دا څرګندیږي چي د انسانانو عزت او ذلت خپله د انسانانو په لاس کي دي . د مضمون موضوع داده چي اوسنی حالت موږ خپله پر ځانونو راوستلای دی او بیا دلایل هم وړاندي سوي دي. پورتنی مضمون (ولي مغلوب یو ؟) تر سر لیک لاندي موضوع په ادامه بېلا بېلي برخي دي چي څو برخي یې خپرې سوي او نوري لا دوام لري. عزت او ذلت په رشتیا هم د لوی څښتن په لاس کي دی ، خو که بنده خپل عزت… نور لوستل »

Back to top button
2
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx