شعـــــرونه

د وطن داسې کيسې دي «نظم»

فضل باري مشفق

ورځې شپې ډېرې ترخې دي
هر سهار بس جنازې دي
په بې جرمه هيوادوالو
د شپې ظلم دی چاپې دي
ورځ وې ستړې شپه په ويښه
بې خوبي ده سترګې سري دي
د وطن داسې کيسې دي

دا توپير نشته چې څوک يې
بس له مخې قتل عام دی
زما ګيله له پردي نشته
زما په مرګ مې ورور بدنام دی
بس له مخې قتلول دي
قتل عام د دوی مرام دی
ددوی بدې دسيسې دي
د وطن داسې کيسې دي

پلار شهید دی زوی شهيد دی
او کوچنی لمسی شهيد دی
بابا جان يې رنګ په وينو
هغه زوړ سړی شهيد دی
د کوچي خوار شپېلۍ ماته
او شپونکی کوچی شهيد دی
نور مو ډکې هديرې دي
د وطن داسې کیسې دي

يتيمان دي چې ډیريږي
ورځې تر بلې لا زياتيږي
پيغلې کونډې شوې بې دره
بس څه ژوند دی چې تيريږي
د غمونو سلسلې دي
د وطن داسې کیسې دی

د وطن فضاء بې خونده
نه مرغان نه يې نغمې شته
نه د زاڼو کتارونه
نه کتار کتار رمې شته
بس هر څه بې خونده شوي
هرې خواته جنازې دي
د وطن داسې کيسې دي

مونږه وايو چې رڼا به
نن پيدا شي خو ونشي
هيڅ شيبه کراره نه ده
هيڅ شېبه بې غمه نشي
صليبیان دي چې ګرځيږي
دا نو چېرته زموږ په زړه شي
د کافرو دبدبې دي
د وطن داسې کيسې دي

جوړ عيشونه دي نخرې دي
ارګ کې ښې جوړې مېلې دي
د وطن سودا روانه
لاپې، غورې دي دوکې دي
پاچا ښه ځان ته خوشال دی
د پاچاصيب ښې مزې دي
د وطن داسې کیسې دي

د مشفق د زړګي درده
دا چې ورځ په ورځ زياتېږې
بله هيڅ خبره نه ده
د وطن حال ته کړېږې
دا اثر دی چې نه خاندې
نه مستي کړې نه خوښېږې
دا رښتيا هم انديښنې دي
د وطن داسې کيسې دي

دوشنبه د 2020 د جنوری 20

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x