روغتیا

که د ۶۰ دقیقو لپاره غوږۍ استعمال کړئ غوږونو ته مو څه پېښیږي؟

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۱ سلواغه، ۱۳۹۸ل): د نړۍ په شاوخوا کې زیاتره خلک نن سبا د غوږیو استعمال که د لږې مودې لپاره وي یا زیاتې کوي یې، خو له ۶۰ دقیقو څخه زیات د غوږیو استعمال مو غوږونو ته څه پېښوي؟

لومړی خو باید د غوږیو یا ګوشکونو ډولونه وپيژنو، چې یو ډول یې د غوږونو غوږښ (Earbuds) او بل یې د سر غوږۍ (Headphones) دي، د غوګونو غوږۍ د استعمال پرمهال په غوږو کې دننه کیښودل کیږي، خو د سر غوږۍ له غوږونو شاوخوا کیښودل کیږي چې غوږونه په کې پټيږي خو داخلیږي نه.

پوهانو د غوږ غوږۍ د ګڼ شمېر التهابونو او د اوریدلو له لاسه ورکولو ترمنځ اړیکه موندلې ده، خو دلته د غوږۍ په اړه خبره کوو چې غوږونو ته له ۶۰ دقیقو استعمال وروسته څه پيښوي؟

  • غوږ ته باکتریاوې ننوځي، په غوږۍ کې باکتریاوې موجودې وي، ځکه چې مونږ یې عموما خلاصې پریږدو او د استعمال پرمهال غوږونو ته انتقالیږي، دغه راز په غوږۍ ګندګي هم موجوده وي.
  • په غوږونو کې د ښیرو جوړیدو خطر زیاتوي، زمونږ غوږونه په خپله د ځان پاکوالي وظیفه سر ته رسوي، خو د ګوشکیو استعمال ددې ښیرې راټولوي، او ممکن ددغه ښیرو زیاتوالی په اوریدلو اغیز وکړي.
  • په پرلپسې ډول غوږ ته د باکتریاو ننوتل او په مکرر ډول د غوږۍ استعمال ممکن انسان په الرجي اخته کړي، د پوستکي سوروالی رامنځته کړي او غوږ په انفیکشن اخته کړي.
  • کله چې د غوږۍ اواز پورته وي ممکن د غوږونو پردې وشکوي، دا هغه مهال پېښیږي چې د ګوشکیو اواز په ناڅاپي ډول پورته شي، او د پردو شکېدل اوریدل له منځه وړي، همدا راز په پورته اواز غوږۍ اوریدل که پرده ونه شکوي هم نو اوریدل سخت اغیزمنوي.

څنګه پوهیږئ چې غوږۍ مو غوږونو ته زیان رسولی؟

  • کله چې یو چا سره په پورته اواز خبرې کوې
  • کله چې د شاوخوا ناستو کسانو خبرې سمې نه اورې
  • په غوږونو کې درد او بنګار وي
  • کله چې د غوږۍ اواز اندازه زیاتره وخت له ۶۰سلنې لوړه وساتئ. په عام ډول د ګوشکیو استعمال په ۶۰سلنه کې اوریدل مناسب دي خو ۸۰سلنه کې له خطر څخه خالي نه دی.

څنګه مو غوږونه وژغورئ؟

  • د غوږونو غوږۍ (earbuds) مو په سر غوږۍ (headphones) بدل کړئ.
  • غوږۍ هیڅکله له ۶۰سلنه اواز پورته مو غږوئ
  • د غوږونو یا هم د سر غوږۍ په یو وار له یو ساعت زیات مه استعمالوئ، لږ تر لږه هر یو ساعت وروسته ۵ دقیقې دمه ورکړئ.
  • که همیشه غوږۍ استعمالوئ، نو له هر وار استعمال وړاندې یې د پاکوالي خیال وساتئ.
  • په ۶۰/۶۰ قاعدې عمل وکړئ، د اواز کچه ۶۰سلنه وساتئ، له ۶۰ دقیقو زیات یې مه غږوئ، او بیا لږه شیبه ارام وکړئ.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x