افغانستان

اشرف غني سویس ته ولاړ

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۱ سلواغه، ۱۳۹۸ل): د ګډ حکومت مشر «اشرف غني» د یوه لوړپوړي دولتي پلاوي په ملتیا، په نړیواله اقتصادي مجمع کې د ګډون په موخه سویس ته ولاړ.

له ارګ څخه په خپرېدونکې خبرپاڼه کې راغلي « د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمد اشرف غني د لوړ پوړي دولتي پلاوي په مشرۍ د اقتصاد نړیوالې مجمع ناسته کې د ګډون په موخه نن سهار د سویس هیواد داووس ښار ته روان شو.»

خبرپاڼه وړاندې لیکي، چې جمهوررئیس غني به ددغه سفر په جریان کې په اقتصاد نړیواله مجمع کې پر ګډون او وینا سربېره د یادې مجمع رئیس او د یو شمېر هیوادونو له مشرانو او مقاماتو سره هم کتنې ولري.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x