ارشيف انځور

کندز: طالبانو پوسته سقوط کړې او ۱۱ عسکرو ته يې مرګ ژوبله اړولې

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۱ سلواغه، ۱۳۹۸ل): طالبانو د کندز ولايت په علي اباد ولسوالۍ کې د امنیتي ځواکونو په پوسته بريد کړی دی چې په نتيجه کې يې اته عسکر وژل شوي او درې نور ټپيان دي.

د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد وايي چې د علي اباد ولسوالۍ اړوند کوچه قزاق سيمه کې يې د امنيتي ځواکونو په پوسته بريد کې کړی دی او دولتي عسکرو ته يې ياده مرګ ژوبله ور اړولې ده.

مجاهد ويلي دي چې پوسته هم د طالبانو په لاس سقوط شوې ده، يو ټانګ ويجاړ شوی او يوه اندازه وسلې او مهمات د طالبانو لاس ته ورغلي دي.

بل لور ته د کندز يوې امنيتي سرچينې هم د نوم نه څرګندولو په شرط د اتو عسکرو د وژل کېدو پخلی کړی دی.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
2 د تبصرو شمېر
1 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
اجمل
میلمه
اجمل

یار د پستو په فتحه کولو څه نکیږی دا لړی له ډیره پخوا څخه روانه ده. یو بینیادی کار ته ضرورت دی. له اتلسو کالو راهسی همدا پوستی دی چی طالبان یی فتح کوی خو یو ورځ یی هم یو ولایت د یوې میاشتی لپاره فتح نکړ. انشاالله که دا پروګرام همداسی روان وی تر لسو نورو کالو به هر څه ښه شی نه به طالب پاتی وی او نه به هم دا غلام حکومت.

مجاهد
میلمه
مجاهد

که تاسی د پیام افغان تلویزون چلونکی خبری واوری ستاسی خبری به ځواب شی . هغه وایی دا نا اندوله جنګ دی کومه سبورتی لوبه نه ده چه منظم اوصلو او ضوابط او ریفری ولری . هر وخت او هر څای کی چه څه په لاس ورشی هغه وخت برید کوی حتی دا د دوه هیوادو مخ به مخ او میدان جنګ هم نه دی او نه دامریکا سره د چین او روسیی په ګډون کوم هیواد مخامخ جنګ کولو توان لری طالبان خو ورسره د مقایسی وړ هم نه دی افرین یی چه یوه پوسته تری نیسی او تر… نور لوستل »

عبد الله
میلمه
عبد الله

مجاهده! ایا د نورو ملکو تجهیزاتی کومک د طالب سره نشته؟ باالکل شته ثبوتونه شته جنابه. دا تریخ حقیقت خلک وینی، لکه سنګه چی حکومت د بل په جیب چلیزی همدا دول طال جلیزی خو تاسو یی د لندن د پارکو خخه نسی لیدلای.