افغانستان

حنیف اتمر: سیاسیون دې اختلافات پرېږدي او د سولې فرصت دې نه ضایع کوي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۱ سلواغه، ۱۳۹۸ل): د ګډ حکومت د ملي امنیت شورا پخواني سلاکار «حنیف اتمر» په سیاسیونو غږ کړی، چې د سولې په خاطر خپل جدي اختلافات یوه لوري ته کړي او د سولې فرصت او نظام له لاسه ورنکړي.

د حنیف اتمر له مطبوعاتي دفتر څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې افغان سیاسیون که خپل اختلافات یوه لوري ته کړي او د اساسي قانون سره سم د جمهوریت د بقاء لپاره مذاکرات وکړي؛ نو دده په خبره، بریالي به وي.

نوموړي ددې تر څنګ ټینګار کړی، چې د امریکا او طالبانو له هوکړې سره هم مهاله باید   بین الافغاني مذاکرات او د طالبانو او حکومت تر منځ هوکړه وشي او که چېرې دواړه یو ځای کېدلای نشي، باید د طالبانو او امریکا موافقنامه په بین الافغاني مذاکراتو پورې مشروطه کړل شي.

د اتمر په خبره، اوربند اړین دی او له امریکا سره د اوربند کولو په مهال باید له افغان ځواکونو سره هم ډز بندي وشي.

حنیف اتمر داسې مهال په سیاسیونو باندې د خپلمنځي اختلافاتو د پای ته رسولو غږ کوي، چې تمه ده په نږدې راتلونکې کې طالب او امریکایي لوري یوې هوکړې ته ورسېږي.

په ورته وخت کې داسې تمې شته، چې ښايي د امریکایانو او طالبانو تر منځ له موافقتنامې وروسته بین الافغاني مذاکرات پیل شي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x