افغانستان

ارګ: غني  به د ګڼو هیوادونو له مشرانو سره د افغان سولې په اړه وغږېږي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۱ سلواغه، ۱۳۹۸ل): د ګډ حکومت مشر «اشرف غني» نن د یوه لوړپوړي دولتي پلاوي په مشرۍ په نړیواله اقتصادي مجمع کې د ګډون په موخه سویس هیواد ته ولاړ.

د ارګ ویاند «صدیق صدیقي» په خپل ټویټر لیکلي، چې اشرف غني به د نړۍ د هیوادونو مشران د افغان سولې له بهیر او د افغانستان له اقتصادي پرمختګ اګاه کړي.

که څه هم لا څرګنده نه ده، چې اشرف غني به د کومو هیوادونو له مشرانو سره د اقتصادي مجمع په حاشیه کې ناسته ولري؛ خو ویل کېږي، دې ناستې ته د امریکا د متحده ایالاتو ولسمشر او د پاکستان لومړی وزیر «عمران خان» هم بلل شوي.

د افغان سولې خبرې، چې په دوحه کې د طالب او امریکایي لوري تر منځ روانې دي، د توافق لور ته رسېدلې ښکاري.

په قطر کې د طالبانو د دفتر ویاند وايي، د بحث لپاره ډېر څه نه دي پاتې او یوازې د توافقنامې د لاسلیک په مراسمو خبرې روانې دي.

داسې تمې شته، چې ښايي د طالبانو او امریکا تر منځ د توافق له لاسلیک وروسته د افغانانو خپلمنځي خبرې پیل شي؛ خو طالبانو تر دې دمه له کابل حکومت سره د یو «نظام» په حیث له خبرو انکار کړی او حکومت یې د امریکا «ګوډاګی» بللی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x