افغانستان

د اشرف غني پخوانی ویاند د بهرنیو چارو وزارت سرپرست ټاکل شوی

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۱ سلواغه، ۱۳۹۸ل): د ګډ حکومت د مشر «اشرف غني» پخوانی ویاند «هارون چخانسوري» د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال او ددې وزارت سرپرست ټاکل شوی.

دغه ګمارنه د اشرف غني په امر شوې او په تړاو یې له ارګ څخه خپره شوې خبرپاڼه لیکي، چې هارون چخانسوري به د نوي وزیر تر ټاکل کېدو پورې د بهرنیو چارو وزارت د سرپرست او سیاسي مرستیال دنده په مخ وړي.

په خبرپاڼه کې وړاندې د چخانسوري د کاري تجربې یادونه شوې، د هغه تعلیم کچه ماسټري یاده شوې، چې د خبرپاڼې په بنسټ نوموړي د اسټرالیا په سیډني پوهنتون کې په عامه اداره څانګه کې ترسره کړې.

غني ددې تر څنګ په بهرنیو چارو وزارت کې اصلاحات، د شویو ګمارنو ارزیابي، د ګمارنو لپاره د معیار چمتو کول، د افغانستان د بهرني سیاست تعین او ځیني نور وظایف د چخانسوري د دندې لومړیتوبونه یاد کړي.

یاده دې وي، چې کابو دوه میاشتې وړاندې د بهرنیو چارو وزارت سرپرست «صلاح الدین رباني» استعفاء وکړه او ددې وزارت پخوانی سیاسي مرستیال «ادریس زمان» یې ځایناستی وټاکل شو.

د ادریس زمان له ټاکل کېدو وروسته په بهرنیو چارو وزارت کې ګڼ بدلونونه راغلل، ځینو ته دا بدلونونه مثبت ښکارېدل؛ خو یو شمېر نورو بیا ادریس زمان په دې وزارت کې په قومي تصفیه تورن کړ.

لا هم څرګنده نه ده، چې ادریس زمان د کوم لامل له مخې دبهرنیو چارو وزارت د سرپرست چوکۍ له لاسه ورکړې.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
3 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
پتنګ

وایې : :
ویښتلی ما یې روغ به نشې
که طبیبان دمور میړونه کړې مینه ! !!

اجمل

بس د غرب نه راغلی ماشومان دی لکه د شطرنج دانی کله هاخوا او کله داخوا سره رد او بدل کیږی. هغوی چی د افغانانو درد یی نوی لیدلی، هغوی چی پخپله دردیدلی نوی هغوی به څنګه دی خاورې ته مصدر د خدمت وګرځی. زه خو د دی ځوان په څیره کی بیغره له معشیت، عیاشی او په ناز او نعمت کی لویدنه نور څه نه وینم. غنی دی دا پک سر وخوری لا پدی حکومت چی ده جوړ کړی.

مجاهد

وایی کابل کی چه څوک ارت مزل کوی خلک ورته وایی ترجمان خو نه یی چه ارت ارت مزل کوی .
که تاسی ټولو یا اکثرو ویاندانو ته وګوری داسی خوش چهره شکاری لکه د ## دوره چه یی تیره کړی چهانسوری جان هم له دغه دلی معلومیږی صدیق صدیقی ، ایمل جان، مینه پال، محب، اتمر او داسی نور همداسی معلومیږی حتی ع، غ او کرزی هم ورته مزل او د ## قد و قواری لری او د## به شان مزل او نخری کوی

Back to top button
3
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x