په بیګ باش لیګ کې د محمد نبي برق رفتار توپ وهنه – ویدیو

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۱ سلواغه، ۱۳۹۸ل): د استرالیا په بیګ باش لیګ سیالیو کې د افغان لوبډلې تکړه آلرونډر محمد نبي نن د سه شنبې په ورځ د سیال لوبډلې پر وړاندې برق رفتار توپ وهنه وکړه.

محمد نبي چې د میلبورن رینیګيډز لوبډلې لخوا لوبیږي، نن د قیس احمد لوبډلې (هوبارټ هوریکنز) پر وړاندې په یوازې ۳۰ توپونو د ۴ شپږیزو او ۴ څلوریزو په مرسته چټکې ۶۳ منډې جوړې کړې، نوموړي نیمه سلیزه په ۲۶ توپونو ووهله.

ددې سربېره پریزیډنټ محمد نبي په توپ اچونه کې په خپلو ۴ اورونو کې ۲۵ منډې ورکړې او یوه ویکټه یې ترلاسه کړه.

بدبختانه محمد نبي په داسې حال کې خپله ویکټه له لاسه ورکړه چې په ۹ توپونو یې لوبډلې ته د بریا لپاره ۱۲ منډو ته اړتیا وه، خو وروسته یې کوم توپ وهونکی په یادو منډو بشپړولو ونه توانېد او د ۴ منډو په توپیر یې ماتې وخوړه.

د ۲۰۱۹/۲۰م کال بیګ باش تجارتي سیالیو کې محمد نبي په بنګلدیش غوره لیګ کې له لوبېدو وروسته ګډون وکړ چې تر دې دمه یې ۳ سیالۍ ترسره کړي دي، خو لوبډله یې له یاد پړاو څخه د وتلو په درشل کې ده.

اوسمهال میلبورن رینیګیډز لوبډله د جدول په وروستي ځای کې ده، دوی په ۱۲ سیالیو کې ۲ ګټلي او په لسو کې یې ماتې خوړلې ده.

دا په داسې حال کې چې یادې لوبډلې د تیر ۲۰۱۸/۱۹م کال بیګ باش لیګ سیالیو اتلولي خپله کړې وه.

د محمد نبي سربېره په یادو سیالیو کې راشد خان هم دوه اونۍ وړاندې د خپلې لوبډلې په ګټه د ویکټو هیټریک کړی و.

ټاګونه

ورته لیکنې

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د
Back to top button
Close
Close