نادري ناولده

افریقایي کس د ریکارډ جوړولو لپاره له دوه میاشتو راهیسې هوا کې اویزان دی

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۲ سلواغه، ۱۳۹۸ل): په سویلي افریقا کې یو کس د ریکارډ جوړولو لپاره له تېرو دوه میاشتو راهیسې په هوا کې ویزان دی او هلته ژوند تیروي.

د افریقایي خبري اژانس د راپور سره سم یو کس چې «مهم جو ورنن کروګر» نومیږي له ځمکې ۲۵ میتره پورته په هوا کې په یوه اویزان شوي ډرام کې ژوند تیروي.

راپور زیاتوي چې یاد کس غواړي خپل هغه تیر ریکارډ چې په ۱۹۹۷م کال کې یې په هوا کې زیاته موده ژوند تیر کړی و مات کړي او یو وار بیا د نړیوال ریکارډ په کتاب کې خپل نوم ثبت کړي.

۵۲ کلن مهم جو ورنن کروګر د ۲۰۱۹م کال د نومبر میاشتې له ۲۴مې نیټې څخه په هوا کې په اویزان ډرام کې ژوند تیروي، دغه ډرام دومره تنګ دی چې نشي کولای پښې په کې وغځوي، خو نوموړي د ریکارډ جوړولو لپاره دغه جنون پر سر اخیستی.

مهم جو د شرابو په یوه ډرام کې اوسیږي، دا دده لپاره د ناستي، ملاستي، خوراک، څښاک، تشو بولو او ډکو بولو ځای دی، خوراک او څښاک یې نور ملګري د ستل په واسطه ورپورته کوي، خو تشې او ډکې بولې په یوه سوري کې کوي چې د پيپ په واسطه لاندې ښکته کیږي.

د نوموړي لپاره په دغه تنګ ډرام کې اوسیدل بې اندازې زیات سخت دي، خو ورنن کروګر وایي د سختو دردونو او ستونزو سربېره یې هم د ریکارډ بیا جوړولو پوخ تکل کړی دی.

دده په وینا، په داسې حال کې په یاد ډرام کې وخت تیروي لکه ماشوم چې د مور په خیټه کې پروت وي، ناسته ورته اسانه خو خوب یې په نشت حساب دی.

کروګر ته په رخصتیو کې هغه مهال دا فکر ورغی چې ونې ته پورته ختلی و، چې ایا کوم کس کولی شي په هوا کې په یوه ډبي کې د زیاتې مودې اوسیدو ریکارډ جوړ کړي؟

له ده وړاندې دغه ریکارډ په اندونیزیا کې هم جوړ شوی دی، کروګر له دې وړاندې په عین حال کې د ۵۴ ورځو تیرولو ریکارډ جوړ درلود خو اوس غواړي د ۶۷ ورځو ریکارډ جوړ کړي.Image result for vernon krueger world record

ټاګونه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x
Close
Close