افغانستان

د بشري حقوقو خپلواک کمېسیون: بهرنیانو شینډنډ  کې پنځلس ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اړولې وه

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۲ سلواغه، ۱۳۹۸ل): د کابل حکومت د بشري حقوقو خپلواک کمېسیون ومنله، چې د هرات ولایت په شینډنډ ولسوالۍ کې د بهرنیانو په بمبار کې د ښځو او ماشومانو په ګډون پنځلس ملکیانو ته مرګ ژوبله اوښتې وه.

د جدې د میاشتې په اتلسمه نېټه د هرات ولایت په شینډنډ ولسوالۍ کې، امریکایي الوتکو د «راز محمد ننګیال» په مشرۍ په حکومت پلوه ملېشو بمبار وکړ، چې له امله یې د ننګیال  د پلویانو تر څنګ نږدې شپېتو تنو ملکي وګړو ته مرګ ژوبله واوښته.

د بشري حقوقو خپلواک کمېسیون په دې تړاو وايي، د شینډنډ په هوايي برید کې د ښځو او ماشومانو په ګډون پنځلس تنو ته مرګ ژوبله اوښتې.

دې کمېسیون له بهرنیانو او داخلي ځواکونو غوښتي، څو د عملیاتو په مهال دقت وکړي او په دې توګه د ملکي تلفاتو د رامنځته کېدو مخه ونیسي.

یاده دې وي، چې د بهرنیانو له لوري ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اړول، څه نوې خبره نه ده، تر دې وړاندې هم په بیا، بیا بهرنیو عسکرو او د هغوی داخلي همسنګرو ولسي تلفات رامنځته کړي؛ خو په اړه یې نه حکومت او نه هم بهرنیانو کوم معقول جواب ویلی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x