افغانستان

حکمتیار: له کابل حکومت سره خبرو ته اړتیا نشته، برخلیک یې د قطر په روانو مذاکراتو کې څرګندېږي

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۲ سلواغه، ۱۳۹۸ل): په داسې حال کې، چې په قطر کې طالب او امریکايي لوري د یوه توافق لاسلیک ته نږدې ښکاري او کابل حکومت بیا له طالبانو سره مخامخ خبرو ته په تمه دی، د حز ب اسلامي مشر «ګبلدین حکمتیار» وایي، له کابل حکومت سره  مذاکراتو ته اړتیا نشته او د قطر په روانو مذاکراتو کې یې برخلیک خپله څرګندېږي.

حکمتیار، چې په کابل کې یې یوې ناستې ته خبرې کولې، طالبانو ته په خطاب کې ویلي « راشئ، د افغانانو تر منځ د مذاکراتو له لارې دې بحران ته حل ولټوئ، له هماغو ګوندونو سره چې تاسو پخوا ورسره  جګړه کوله، له هغوی سره ناسته وکړئ، له کابل حکومت سره که تاسو نه ګورئ، هغه مستثنی دی.»

د حکمتیار په قول، له حکومت سره د طالبانو د مذاکراتو اړتیا هم نه لیدل کېږي؛ ځکه په خبره يې، د طالبانو او امریکا تر منځ په خبرو کې یې برخلیک په خپله  څرګندېږي.

نوموړي ددې تر څنګ ټینګار کړی، چې بهرني ځواکونه باید له افغانستان څخه ووزي او بین الافغاني مذاکرات په داسې ماحول کې ترسره شي، چې بهرنیان پکې نه د ناظر رول لري او نه هم د منځکړي؛ ځکه د حکمتیار په قول، د بهرنیانو شتون د ګټې پر ځای تاوان کوي.

حکمتیار داسې وخت، د قطر مذاکرات د کابل حکومت د برخلیک ټاکلو لپاره کافي ګڼي، چې په دوحه کې د طالب او امریکایي لوري مذاکرات پای ته په رسېدو ښکاري او داسې تمې شته، چې ښایي په نږدې راتلونکې کې د دواړو لورو تر منځ توافق لاسلیک شي.

تر دې وړاندې طالبانو په بیا، بیا ټنیګار کړی وو، چې له امریکايي لوري سره تر توافق وروسته د افغانانو خپلمنځي خبرې پیلوي؛ خو له کابل ادارې سره د حکومت په څېر خبرې نه کوي.

کابل حکومت بیا وایي، دوی له طالبانو سره د خبرو لپاره پلاوی چمتو کړی؛ خو «اوربند» به ددې خبرو لپاره اساسي شرط وي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
احمد

خپله اصلی څيره دې په ولس او ملک کې در مالومه شوه دې دوه ځله انتخاباتو کې دې د ملت رایه واخیسته یو ځل د قطب الدین حلال رول کې را میدان ته شوی بل ځلې دا دي اوس نښتی یی او تر بل هرچا تا ډیر ټينګار په انتخاباتو (ټول ټاکنو)کاوه نو اوس ځکه وایی چی د حکومت برخ لیک له قطر نه ټاکل کیږی خو طالبان دې راشي د سیاسیونو سره دې خبرې وکړی چی د تا په نظر ملک له بهرانه راووزي ته هم پوه یی چی ملت دې د انتخاباتو له لاري نه غواړي راشه که… نور لوستل »

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x