نړۍ

ټرمپ او عمران خان د افغانستان او کشمير په موضوع غږېدلي

نن ټکی اسیا (چهار شنبه، ۲ سلواغه، ۱۳۹۸ل): د سويس په ډاووس ښار کې د نړيوال اقتصادي فورم پر مهال د امريکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ او د پاکستان لومړي وزير عمران خان د افغانستان او کشمير په موضوع غږېدلي دي.

عمران خان له ولسمشر ټرمپ سره د ليدو پر مهال ويلي، د افغانستان مسئلې په اړه واشنګټن او اسلام اباد په يوه نظر دي او دواړه لوري د افغانستان بحران او روانې جګړې سياسي حل غواړي.

د امريکا ولسمشر هم ويلي، د کشمير جنجالي موضوع په اړه د هند او پاکستان منځګړيتوب ته تيار دی او څومره يې په توان پوره وي، د دواړو هېوادونو ترمنځ د تاوتريخوالي په کمولو کې مرسته کولی شي.

ټرمپ زياته کړې، چې عمران يې ښه دوست دی، له هغه سره د ليدو له امله خوشحاله شوی دی.

د ټرمپ په خبره د امريکا او پاکستان اړيکې تر دې وړاندې دومره نه وې غښتلې، څومره چې په اوس وخت کې دي.

ټرمپ او عمران خان په داسې حال کې سره لیدلي، چې امريکا د افغانستان جګړې د پای ته رسولو او خپلو پوځيانو د ايستلو لپاره له طالبانو سره مذاکرات نهايي کړي او دواړه لوري د هوکړې د لاسليک مراسمو لپاره په سلامشورو بوخت دي.

امريکا وايي، له افغانستانه د وتلو لپاره د پاکستان مرستې ته اړ ده او له همدې امله د امريکا د بهرنيو چارو وزارت مرستياله الیس ويلز هم له تېرو درې ورځو راهيسې په اسلام اباد کې له پاکستاني چارواکو سره په خبرو بوخته ده.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x