افغانستان

لغمان: د طالبانو بريد کې ۱۴ دولتي عسکرو ته مرګ ژوبله اوښتې

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۲ سلواغه، ۱۳۹۸ل): طالبانو په لغمان ولایت کې د دولتي عسکرو په موټریز کاروان بريد کړی دی چې په نتیجه کې يې اته عسکر وژلي او شپږ نور ټپيان کړي دي.

د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد وايي چې تيره ورځ يې د لغمان ولايت عليشنګ ولسوالۍ اړوند حاجي صاحبانو سيمه کې د دولتي عسکرو په موټريز کاروان بريد کړی دی او ياده مرګ ژوبله يې ور اړولې ده.

هغه وايي چې دې جګړې اته ساعته دوام وکړ چې په کې د امنيتي ځواکونو د وژل کېدو سربيره د پنځه عرادې ټانګونه هم له منځه وړي دي او يو شمير وسلې او مهمات يې هم نيولي دي.

مجاهد وايي چې په دې جګړه کې يو طالب هم وژل شوی دی.

دا په داسې حال کې ده چې تيره ورځ طالبانو د کندز ولايت علي اباد ولسوالۍ کې هم د امنیتي ځواکونو په پوسته بريد کې اته عسکر ووژل شول او درې نور ټپيان شول او همدا راز پوسته هم د طالبانو لاس ته ورغله.

تر اوسه دولتي سرچينو ددې جګړې په اړه څه نه دي ويلي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x