افغانستان

فارياب: طالبانو هغه کس نيولی چې خپله لور يې وژلې

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۲ سلواغه، ۱۳۹۸ل): طالبانو د فارياب ولایت ګرزيوان ولسوالۍ کې هغه کس نیولی دی چې دوه ورځې وړاندې يې خپله لور له يو هلک سره د اړیکو په تور په خپل کور کې ووژله او لاسونه او پښې ورڅخه پرې کړل.

د طالبانو وياند قاري محمد يوسف احمدي وايي چې د فارياب ولايت ګرزيوان ولسوالۍ په غلبيان سيمه کې يې هغه کس نيولی او محکمې ته سپارلی چې لور يې په خپل کور کې وژلې.

احمدي د رسنيو هغه ادعاوې هم رد کړې چې ګواکې ياده نجلۍ د طالبانو له لوري محکمه شوې يا ګوتې ورڅخه پرې شوي دي.

ويل کيږي چې وژل شوې نجلۍ د سيمې له يو ځوان سره اړيکې درلودې چې د پلار له خوا ووژل شوه.

تر دې وړاندې د ګرزيوان ولسوالۍ سيمه ييزو سرچينو ويلي وو چې طالبانو هغه کس هم نيولی دی چې له يادې نجلۍ سره يې اړيکې وې خو طالبانو يې په اړه څه نه دي ويلي.

د يادونې وړ ده چې طالبانو تر دې وړاندې هم ترخپل واک لاندې سيمو کې غله، قاتلين او نور مجرمين نيولي او په خپلو محکمو کې يې محاکمه کړي دي.

ټاګونه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x
Close
Close