افغانستان

طالبان: امریکا دې د افغانستان د مسئلې په عمق ځان پوه کړي او له اضافي غوښتنو دې ځان وساتي

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۲ سلواغه، ۱۳۹۸ل): په داسې حال کې، چې په قطر کې د طالب او امریکايي لوري تر منځ د مذاکراتو د جریان خبرونه ورکول کېږي، طالبانو له امریکا غوښتي، چې په غیر مربوطه مسائلو دې وخت نه ضایع کوي او اساسي موضوعاتو ته دې پام وکړي.

د طالبانو له رسمي ادرس څخه د « مذاکرات او نورې بهانې» تر عنوان لاندې خپره شوې تبصره کې، طالبانو مذاکراتو ته خپله ژمنتیا تازه کړې، د اشغال د پای ته رسېدو په خاطر یې د خپل دریځ «نرمښت» یاد کړی او ټینګار یې کړی، چې دوی د «تاوتریخوالي د کمښت» مطالبه هم ومنله او نور توپ د امریکا په خوا کې دی، چې هغوی يې کوم لوري ته وهي.

تبصره وړاندې کاږي «د مذاکراتي لړۍ له بیا راپیل کیدو سره، امریکایی جهت له یوې نوې غوښتني سره رامخ ته شو، چې هغه له امارت نه په جګړه کې د کمښت مطالبه وه.دا مطالبه یې هم د امارت له لوري ومنل شوه، اوس نو توپ د دوی په اړخ کې پروت دی چې څنګه یې وهي. آیا رښتیا هم دوی د مسئلې حل غواړي، او که تردې ور ها خوا موضوع ته د طول ورکولو په پوښ کې نوري موخي لټول غواړي.؟»

په تبصره کې طالبانو د «تاوتریخوالی کمښت» د سولې د مخنیوي لپاره د «کابل ادارې» مطالبه بللې، چې ددوي په خبره، امریکا ورباندې هسې وخت ضایع کول غواړي.

د تبصرې په پای کې طالبانو یو ځل بیا ټینګار کړی، چې دوی سولې او جګړې دواړو ته د اشغال د خاتمې په موخه راوړاندې شوي او هیڅ ډول فشار به یې معاملې کولو ته تیار نکړي.

دوی همدارنګه له امریکا غوښتي، چې د افغان ولس په غوښتنو او د افغانستان د قضيې په عمق ځان پوه کړي او په «غیر مربوطه» موضوعاتو د وخت له تېرولو ځان وساتي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x