د امريکا پخوانی سفير: د امريکا او طالبانو هوکړه به بین الافغاني خبرو ته زمينه برابره کړي

نن ټکی اسیا (چهار شنبه، ۲ سلواغه، ۱۳۹۸ل): په کابل کې د امريکا پخواني سفير جيمز کننګهم د امريکا او طالبانو ترمنځ د روانو خبرو په پایله کې ممکنه کېدونکي هوکړې ته خوشبينې ښودلې ده.

کننګهم له امريکا غږ سره د خبرو پر مهال ويلي، که څه هم د امريکا او طالبانو ترمنځ د نهايي شوو خبرو جزئيات نه دي خپاره شوي، خو دی هيله من دی، چې د دې خبرو په پایله کې د کېدونکې هوکړې له امله به بین الافغاني خبرو ته زمينه برابره شي او روانه جګړه به پای ته ورسيږي.

د امريکا پخواني سفير د طالبانو له لوري د جګړې تشدد کمول هم ستايلي او دا کار يې اوربند ته ورته بللی دی.

د جيمز کننګهم په وينا ټول لوري د روان تاوتريخوالي د بشپړ ختمېدو غوښتنه کوي او د همدې موخې لپاره بايد امريکا، نړيوال متحدين او افغان حکومت په ګډه هڅه وکړي.

نوموړي د افغانستان ولسمشريزو ټاکنو پايلو په اړه اندېښنه څرګنده کړې او وايي، چې ټول افغان سياستوال بايد داسې نتيجې ته ورسيږي، تر څو د افغانانو سربېره نړيوالې ټولنې ته هم د منلو وړ وي.

جيمز کننګهم دا څرګندونې په داسې حال کې کړي، چې د امريکا او طالبانو ترمنځ د سولې خبرې نهايي شوي او دواړه لوري د هوکړې لاسليک ته په تمه دي.

ويل کيږي، چې طالبانو د جګړې تشدد په کمولو هوکړه کړې، خو د ګډ حکومت چارواکي وايي، د سولې په روانو خبرو کې دوی ګوښه ساتل شوي، د امريکا او طالبانو ترمنځ د روانو خبرو له وروستيو جزئياتو نه دي خبر او ټينګار کوي، چې د سولې تړون لپاره بايد طالبان بشپړ اوربند وکړي، خو امريکا او طالبان وايي، د سولې تړون لپاره د سوله ييز ماحول او جګړې تشدد کمول اړين دي.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د