ورزش

په نړيوال جام کې افغان نولس کلنې لوبډلې د عربي اماراتو سره سيالي پېل کړه

نن ټکی اسيا (چهارشنبه، ۲ سلواغه، ۱۳۹۸ل): د افغانستان نولس کلنې لوبډلې په پنځوس اوريزو نړيوال جام کې نن د چهارشنبې په ورځ د متحده عربي اماراتو نولس کلنې لوبډلې سره مخ کيږي.

افغان نولس کلنې لوبډلې د عربي اماراتو پر وړاندې پچه ګټلې او لومړی يې د توپ وهنې پريکړه کړې ده.

د عربي اماراتو لوبډلې په خپله لومړۍ سيالۍ کې کانډا لوبډلې ته په ستر توپير ماتې ورکړې وه، دوی د توپ وهنې په برخه کې غښتلي لوبغاړي لري.

بل خوا افغان نولس کلنې لوبډلې په خپله لومړۍ سيالۍ کې کوربه لوبډلې سويلي افريقا ته د ۷ ويکټو په توپير ماتې ورکړې وه.

ددوی لخوا غوره توپ اچونه شفيق الله غفاري ترسره کړې وه چې ۶ لوبغاړي يې سوځولي وو، افغان لوبډله به پر توپ اچونکو ډيره تکيه وي، خو په توپ وهنه کې به ابراهیم ځدران او عمران مير ته ډيرې سترګې وي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x