ولسي جرګې د ۱۳۹۹ مالي کال بودجه تصويب کړه

نن ټکی اسیا (چهار شنبه، ۲ سلواغه، ۱۳۹۸ل): ولسي جرګې د ۱۳۹۹ کال لپاره د حکومت له لوري وړاندې شوې بودجه تصويب کړه.

د حکومت له لوري وړاندې شوې بودجه ۴۲۸ ميليارده افغانۍ ده، چې ۲۸۹ مليارده يې عادي او ۱۳۹ ميليارده يې پراختيايي ده.

د دې سربېره ۴۶ ميليارده اختياري او ۷۵ ميليارده غير اختياري بودجه هم د حکومت له لوري په پام کې نيول شوې ده.

د حکومت له لوري وړاندې شوې بودجه په تېرو ورځو کې ولسي جرګې له لوري نامتوازنه بلل شوې وه او رد کړې وه.

د جرګې وکيلانو ويلي و، حکومت دې د ۱۳۹۹ کال په بودجه کې اصلاحات راولي او بیا دې جرګې ته د بحث لپاره وړاندې کړي.

د ماليې وزارت وياند شمعون خان مسجدي ويلي، د حکومت له لوري وړاندې شوې بودجه د تېر کال په پرتله ۲۹ ميليونه افغانۍ زياته شوې او زياته کړې يې ده، چې دې سره به د حکومتي مامورينو د تنخواګانو ستونزې هم تر يوه بریده حل شي.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
1 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
الحاج استاذ بیانزی
میلمه
الحاج استاذ بیانزی

د کابل دغلامی اداری بودیجه کابل کی دامریکا د سفیر له خوا ټاکل کیږی ، پارلمان ، سنا ، وزارتونه ولایتونه او داسی نور د هیوادوالو او نړیوالو د خطا ایستنی د پاره ده چه ګوندی دا هیواد د خپلواک هیواد به شان تشکیلات او تعیینات لری. که د پارلمان په خوشه وی کومه بودیچه چه ورته د کابل سفیر او ترمپ مقرره کړی ټوله به خپلو جیبو کی سره ویشی او که له دوی تیره شی بیا یی وزیران، جنرالان او والیان سره حیف و مال کوی او بس