ويسا ورځپاڼه: حکومت د سولې له رامنځته شوي فرصته ګټه نه شي اخيستی

نن ټکی اسیا (چهار شنبه، ۲ سلواغه، ۱۳۹۸ل): له کابله خپرېدونکې ويسا ورځپاڼې په خپله سرمقاله کې پر حکومت نيوکه کړې، چې د سولې رامنځته شوي فرصت څخه سمه ګټه نه شي پورته کولی.

د ويسا په سرمقاله کې راغلي، سره له دې، چې د امريکا او طالبانو ترمنځ د سولې روانې خبرې سل په سلو کې ډاډمنې نه دي، خو عام ولس يې يو ښه فرصت بولي، چې بايد ګټه ترې واخيستل شي.

سرمقاله زياتوي، حکومت د سولې خبرې يوازې د ولسمشريزو ټاکنو د ټاکنيز کمپاين په موخه کاروي او که حکومتي چارواکي همداسې شته فرصتونه له لاسه ورکوي، ښايي سولې ته شته هيلې په اوبو لاهو او د سولې فرصت له لاسه ووځي.

ويسا ورځپاڼې ټينګار کړی، چې ټول افغانان بايد واحد دريځ ولري او د سولې رامنځته شوي فرصت لپاره ترې پر وخت ګټه پورته کړي.

ويسا ورځپاڼې دا سرمقاله په داسې حال کې خپره کړې، چې د امريکا او طالبانو ترمنځ د سولې يو کلنې خبرې نهايي شوي او دواړه لوري د سولې تړون لاسليک لپاره په سلامشورو بوخت دي.

خو د ګډ حکومت چارواکي وايي، د امريکا او طالبانو په خبرو کې ګوښه ساتل شوي او ټينګار کوي، چې د سولې تړون لپاره بايد طالبان بشپړ اوربند اعلان کړي.

پخواني ولسمشر حامد کرزی او يو شمېر کاپوهان وايي، حکومت اوربند د سولې پر وړاندې د يوې پلمې په توګه کاروي او له دې لارې د سولې مخالفت کوي.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
1 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
الحاج استاذ بیانزی
میلمه
الحاج استاذ بیانزی

هر څوک یو نظر لری زه د هر چا نظر ته د هغوی د درناوی په خاطر درناوی لرم مګر به دی اړه زما نظر بیا دا دی چه: لمړی : غلامی اداری ته د حکومت نوم یادول د حکومت سپیڅلی نوم ته سپکاوی دی. دوهم: سربیره پردی دا غلامه اداره ناوړه او فاسده اداره هم ده. چه د یوی اداری وړتیا او پیاوړتیا یی هم له لاسه ورکړی دریم: کفر حق پتونی ( جنګ ) او اسلام د سولی نوم دی. د اشغالګرو سره د طالب مجاهدینو سوله نه بلکه جوړ جاړی روان دی سوله به هله وی چه… نور لوستل »