اشرف غني له ټرمپ سره لیدلي

نن ټکی اسیا (چهار شنبه، ۲ سلواغه، ۱۳۹۸ل): د ګډ حکومت مشر «اشرف غني» د نړیوالې اقتصادي مجمع په څنډه کې، د امریکا د متحده ایالاتو له ولسمشر «ډونالډ ټرمپ» سره لیدلي او په ګڼو موضوعاتو یې ورسره خبرې کړې.

د ارګ ویاند «صدیق صدیقي» په خپل ټویټر لیکلي، چې دغه لیدنه نن د سویس هیواد په «داووس» ښار کې د د اقتصادي مجمع نړیوالې ناستې په څنډه کې ترسره شوې.

د صدیقي په خبره، دواړو لورو په دې لیدنه کې پر افغان سولې او د افغانستان په امنیتي وضعیت خبرې کړې او د بګرام په لیدنه کې د بحث شویو موضوعاتو په پرمختګ غږېدلي.

ټرمپ او اشرف غني داسې مهال د افغان سولې په تړاو غږېږي، چې په قطر کې طالب او امریکایي ټیمونه د توافق لور ته نږدې شوي او د طالب ویاند په خبره، یوازې د توافق د لاسلیک د مراسمو په تړاو خبرې روانې دي.

تر دې دمه طالبانو له کابل حکومت سره مذاکرات رد کړي او حکومت یې د بهرنیانو ګوډاګی بللی؛ خو حکومت وایي، که زمینه برابره شي مذاکراتي ټیم یې تیار دی له طالبانو سره وغږېږي.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
2 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
کندهاری
میلمه
کندهاری

د اشرف غني خو سخت زړه غواړي چي د سولي په کار کي خنډ رامنځ ته کړي او خاشې پکښي ماتي کړي، خو ګوره چي ټرامپ ته به يې په دې اړه د څه ويلو جرئت کړی وي که نه ؟ ډېر بد نوغی مو په پېڅه سوی دی خدای مو دي پرده ورسره کوي. که دغه شوم موجود نه وای افغانان به نسبتاً په آسانۍ سره سولي ته رسېدلي وای،اوس هم که خدای کول زموږ د هيواد په شاوخواکي اوضاع د ښکېلاک او د ښکېلاکګرو د مزدورانو پر ضد روانه ده. الله مهربان دی او هيله ده چي د… نور لوستل »

مجاهد
میلمه
مجاهد

دا ځل خو بیا په هماغو جوکیو ناست صر هغه ګل او میز یی لږ توپیر لری . دا ځل هم ترمپ به خپله کرسي کی نیغ او غلام غنی کوږ ناست دی ، که ممکنه وی له شفیع عیار څخه هیله او غوښتنه وکړو چه د دغی ناستی ویدیو پیدا او د هماغه د ترمپ او غنی د اول ځل ( د نکاح د شبی ) د ویدیو په شان یی لږه شا او مخی ته بوځی او د تیری شبی پټ علایم او مشخصات یی په ګوټه او په ډاګه شی . فکر کوم دا به یی هغه… نور لوستل »