افغانستان

مجاهد: د توافقنامې له مخې به پنځه زره امریکایي عسکر په څلور نیمو میاشتو کې افغانستان پرېږدي

نن ټکی اسیا (چهار شنبه، ۲ سلواغه، ۱۳۹۸ل): په دوحه کې د طالب او امریکایي لوري د مذاکراتو له دوام سره هم مهاله، د طالبانو ویاند «ذبیح الله مجاهد» د دواړو لورو تر منځ په  مذاکراتو کې د پرمختګ خبر ورکوي او په خبره يې، د دواړه ډلو له لوري دا مهال  د توافقنامې د لاسلیک په مراسمو او ځای باندې خبرې روانې دي.

مجاهد دغه څرګندونې له «بلومبرګ» پاڼې سره په خپله مرکه کې کړې، نوموړي ویلي « له توافق وروسته به امریکا یوازې د ډيپلوماټیکو اړیکو لپاره په کابل کې سفارت ولري، ددوی ټول نظامي ځواکونه به له افغانستان څخه وځي او د توافقنامې له مخې به په لومړیو ۱۳۵ ورځو کې ۵۰۰۰ امریکایي عسکر افغانستان پرېږدي او نور به په تجریدي توګه سره وزي.»

د نوموړي په خبره، دا مهال مذاکرات ښه روان دي او په خبرو کې د ناټو او امریکايي ځواکونو عمومي قوماندان «جنرال مېلر» هم حضور لري.

مجاهد ددې تر څنګ یاده کړې، چې د امریکا د ولسمشر له لوري د خبرو درېدو ددوی په شرطونو او دريځ کې هيڅ تغیر ندی راوستلی.

د طالبانو او امریکا کابو یو کلن مذاکرات، چې دا مهال په دوحه کې روان دي، د طالب ویاندویانو او سرچینو له قوله، د پرمختګ په حال کې دي او دواړه لوري د توافق لاسلیک کولو ته نږدې کېږي.4

د طالبانو د قطر دفتر ویاند «سهیل شاهین» ویلي وو، په مذاکراتو کې د بحث لپاره ډېر څه نه دي پاتې او دا مهال د توافقنامې د لاسلیک په مراسمو خبرې کېږي.

ټاګونه

ورته لیکنې

avatar
3 د تبصرو شمېر
1 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
اجمل
میلمه
اجمل

کچیری موافقه امضا شی د سهل شاهین په خبره تر آخر د جنوری میاشت پوری یعنی تر اتو نورو ورځو پوری. خو فکر کوم چی تر آخر د بلی میاشتی پوری به یی هم امضا نکړی. داسی ځینی خبری شته چی هیڅ څوک هم پری خبر ندی، نه طالبان او نه هم د کابل اداره.

سیدزرغون شاه آغا
میلمه
سیدزرغون شاه آغا

تجریدی غلط
تدریجی صحیح

الحاج استاذ بیانزی
میلمه
الحاج استاذ بیانزی

ښکلی خبر دی، الله ج دی زمونږ د مجاهدینو، شهیدانو او مضلوم اولس دغه د نیمی پیړی خونړی ناورین نور په امنیت سوله او هوساینه کی تیر کړی زمونږ توبی او دعاګانی دی الله ج مستجاب او قبولی کړی. زه باور لرم الله ج فرمایی چه د هری سختی پسی اسانی وی د هری شپی یا هری تاریکی پسی صبا او رڼا وی هغه قربانی چه افغان مجاهد او مظلوم اولس ورکړه نړیوال تاریح کی مثال او ساری نه لری. مګر دغه قربانی او د عبرت دغه لوی درس مو له صحابه کرامو او ماضی کی نورو سپیڅلو مجاهدینو زده… نور لوستل »

غلام سخی بکواهی
میلمه
غلام سخی بکواهی

ان شاالله ده تولو یهود او نصارا ده وتلو ….

Back to top button
Close
Close