افغانستان

هلمند: وسله وال بريد کې د ملي امنیت مطبوعاتي مسوول وژل شوی

نن ټکی اسیا (چهار شنبه، ۲ سلواغه، ۱۳۹۸ل): څو شېبې وړاندې د هلمند ولايت مرکز لښکرګاه ښار کې ددې ولايت د ملي امنيت مطبوعاتي مسوول په وسله وال بريد کې وژل شوی دی.

د هلمند امنیتي چارواکي وايي چې د ملي امنيت مطبوعاتي مسوول محمد داود مظلوم يار نن ماخوستن د لښکرګاه ښار دوهمې ناحیې اړوند سيمه کې وسله والو په ډزو وواژه.

مسوولين وايي چې له نوموړي سره يو بل تن چې په موټر کې سپور و ټپي شوی دی.

دوی وايي چې بريدګر له بريد وروسته په تېښته بريالي شوي دي او ويلي يې دي چې د پېښې په اړه څېړنې روانې دي.

د يادونې وړ ده چې په هلمند ولايت کې وخت ناوخته دولتي چارواکي او مسوولين په چريکي بريدونو کې وژل کيږي.

تر اوسه ددې بريد مسووليت چا په غاړه نه دی اخيستی.

بل لور ته د ننګرهار ولايت مرکز جلال اباد ښار په بيز اکمالاتي سيمه کې د رفيع الله په نامه يو تن قاضي د وسله والو بريد کې وژل شوی دی.

د ننګرهار ولايت وياند عطاء الله خوږياڼي د قاضي رفيع الله وژنه تاييد کړې ده.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
کندهاری

ښه کار سوی دی، دوی چي د ظالمانو سره د مظلومانو په وژلو او بندي کولو کي د استعمارګرو د معاشونو په مقابل کي مرسته کول هر چا چي له منځه وړي دي الله دي اجر ورکړي. دغسي او تر دوی غټ جنايتکاران بايد په دغسي طريقه له منځه يووړل سي. خلک د دغسي کسانو د دغسي انتخابي او انفرادي وژلو پلوي دي، خو له هغو بريدونو څخه سخته کرکه کوي چي عام بې ګناه انسانان پکښي مړه او ژوبل سي او يا تاوانونه ورورسيږي. البته که د دې روانو مرګ ژوبلو، ناامنيو او مصايبو د پای ته رسولو لپاره… نور لوستل »

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x