ډونالډ ټرمپ: طالبان دې په تاوتريخوالی کې کمښت راولي

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۲ سلواغه، ۱۳۹۸ل): د امريکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ويلي دي چې طالبان دې په جنګ جګړه کې د پام وړ او دوامداره کمښت راولي.

ډونالډ ټرمپ نن د سويس هيواد په داووس ښار کې د اقتصادي مجمع نړيوالې ناستې په څنډه کې د ګډ حکومت له مشر محمد اشرف غني سره د افغانستان په امنيتي وضعيت خبرې کړي دي او ويلي يې دي چې طالبان دې په افغانستان کې په تاوتريخوالي کې دوامداره کمښت راولي.

ټرمپ په داسې حال کې په افغانستان کې د طالبانو له لوري د تاوتریخوالي د کمېدو خبره کوي چې په قطر کې طالب او امريکايي لوری هم په افغانستان کې د تاوتریخوالي د کمولو په تړاو بحثونه کوي.

بل لور ته طالبانو ویلي دي چې امريکا دې د افغانستان په مسئله کې په غير مربوطه مسائلو کې وخت نه ضايع کوي او اساسي موضوعاتو ته دې پام وکړي.

د طالبانو په رسمي ويب پاڼه کې د « مذاکرات او نورې بهانې» تر عنوان لاندې خپره شوې تبصره کې کې راغلي چې طالبانو مذاکراتو ته خپله ژمنتیا تازه کړې، د اشغال د پای ته رسېدو په خاطر یې د خپل دریځ «نرمښت» یاد کړی او ټینګار یې کړی، چې دوی د «تاوتریخوالي د کمښت» مطالبه هم ومنله او نور توپ د امریکا په خوا کې دی، چې هغوی يې کوم لوري ته وهي.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
1 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
الحاج استاذ بیانزی
میلمه
الحاج استاذ بیانزی

توپ اوس هم د طالب مجاهدینو به مټو او قرباینو کی دی ، که نه امریکایان کله هم دی ته اماده ګی نه لرله چه د طالبانو سره غبرو کولو ته غاړه کیږدی طالبان یی د خبرو سیالان نه ګڼل د طالبانو سره هر ډول خبری د طالبانو به رسمیت پیژندلو معنی ورته لرله بوش ویل په اونیو ا میاشتو کی باید محوه یا مهار شی ، کلونه یی تیر شول لسیزو یی شمیرونه. کلونه او میاشتی هم د طالبانو په محوه او مهارولو نه بلکه د امریکایانو په مهارولو تیر شول که له هوښیاری کار وانه اخلی د شوروی… نور لوستل »