په ۱۹ کلنو نړیوال جام سیالیو کې د افغان لوبډلې پرلپسې دویمه بریا

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۲ سلواغه، ۱۳۹۸ل): د افغانستان نولس کلنې لوبډلې په نړیوال جام کې متحده عربي اماراتو ته په ماتې ورکولو سره پرلپسې دویمه بریا هم خپله کړه.

افغان نولس کلنې لوبډلې د ابراهیم ځدران او رحمن الله په غوره توپ وهنه او د شفیق الله غفاري او نور احمد په غوره توپ اچونه عربي اماراتو ته د ۱۶۵ منډو په توپیر ستره ماتې ورکړه.

په یاده لوبه کې فرحان ذاخیل پچه وګټله او لومړی یې د توپ وهونې پریکړه وکړه، اوپنر توپ وهونکي ابراهیم ځدران په زړه پورې ۸۷ منډې وکړې، د نوموړي سربېره رحمان الله هم ۸۱ منډې جوړې کړې.

دوی په ټاکلو ۵۰ اورونو کې د ۶ لوبغاړو په سوځېدلو ۲۶۵ منډې هدف وټاکه، خو عربي اماراتو د ټاکلي هدف په بشپړولو کې د شفیق غفاري او نور احمد د تاوونکو توپونو مخه ونشوه نیولای او ټوله لوبډله یې یوازې په ۱۰۵ منډو وسوځېدله.

شفیق الله غفاري په ۸ اورونو کې ۲۳ منډې ورکړې او ۵ لوبغاړي یې وسوځول، نوموړي په لومړۍ لوبه کې د سویلي افریقا پر وړاندې ۶ لوبغاړي سوځولي وو، دده سربېره نور احمد هم ۳ لوبغاړي له میدانه بهر کړل.

له دې وروسته به افغان لوبډله خپله دریمه سیالۍ د راتلونکې جمعې په ورځ په ۲۴مه نېټه د کاناډا ۱۹ کلنو لوبډلې پر وړاندې ترسره کړي.

افغان لوبډله په ګروپ ډي کې د سویلي افریقا، کاناډا او عربي اماراتو سره ځای لري چې په دوو بریاو سره یې په ګروپ کې لومړی مقام خپل کړی دی.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د