غني: له ډونلډ ټرمپ سره ښې اړيکې لرم

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۳ سلواغه، ۱۳۹۸ل): د ګډ حکومت مشر اشرف غني د سويس په ډاووس ښار کې د نړيوالې اقتصادي ناستې په څنډه کې د امريکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ سره د ليدو سربېره د افغانستان په اړه له ځينو رسنيو سره هم خبرې کړي دي.

اشرف غني ويلي: زه د نړۍ له هغو مشرانو څخه يم، چې له ولسمشر ټرمپ سره ښې اړيکې لري او د چارو پر مخ بیولو کې د امريکا ولسمشر سره کومه ستونزه نه لرم.

د اشرف غني په وينا دی له ولسمشر ټرمپ سره د هغو لومړيتوبونو له مخې اړيکې لري، چې هغه د امريکا له ولس سره ژمنه کړې ده.

نوموړي دا هم ويلي، د طالبانو مشران په قطر کې څلور او پنځه پنځه ښځې کوي او جنګيالي يې په وطن کې له جګړې ستړي دي.

هغه د نوم له يادولو پرته د سيمې او نړۍ ډېر هېوادونه د طالبانو په ملاتړ تورن کړل.

د ګډ حکومت مشر يو ځل بيا وويل، چې دی د افغانستان لپاره برنامه لري، پخواني ولسمشر حامد کرزي نه درلوده او د ده ټاکنيز سيال عبدالله عبدالله يې هم نه لري.

هغه وويل، که له سولې د طالبانو هدف واک ته رسېدل وي، حکومت به يې پر وړاندې ودريږي او مخالفت به يې وکړي.

اشرف غني دا څرګندونې په داسې حال کې کړي، چې د امريکا او طالبانو ترمنځ د سولې خبرې نهايي شوي او دواړه لوري د هوکړې لاسليک نېټې اعلانولو په مراسمو سلامشورې کوي.

د ګډ حکومت چارواکي تر اوسه له دې خبرو ګوښه ساتل شوي دي.

د اشرف غني دوهم مرستيال سرور دانش او د ولسمشرۍ ماڼۍ وياند صديق صديقي ويلي، حکومت تر اوسه د امريکا او طالبانو د وروستيو خبرو له جزئياتو نه دي خبر او له دې خبرو ګوښه ساتل شوي دي.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
2 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
1 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
مجاهد
میلمه
مجاهد

فاحشی د لونداتو سره خامخا او د خپلو قیمتی میکپو له خاطره هم ښی او اوږدی اړیکی لری

کندهاری
میلمه
کندهاری

د استعمارګرو او د هغو له خوا د ورسپارلي واک سره اورنۍ او د مرګ تر ساعته مينه او سرسپارل دغسي وي لکه د غني بابا (؟؟؟) دا . زر کلن شې غني بابا (؟؟؟). رښتيا چي غني بابا (؟؟؟)هغه څه چي په مينه او مړينه ارزي درک کړي دي، چي هغه يو ترمپ دی او بل واک !
او دا هم د دې لېونۍ ميني په اړوند د غني بابا يو شعر:
من و جدا شدن از درگهت خدا نکند
خدا هرآنچه کند از تو ام جدا نکند
گرترامپ از درگهش برانيم صد بار
باز هم دروفا کوشم خدا مرا بې وفا نکند.