« د قیصاري پر کور برید کې د خوشال سادات لاس وو»

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۳ سلواغه، ۱۳۹۸ل): د کابل حکومت د ولسي جرګې له منځه د قیصاري پر کور د شوي برید د څېړلو لپاره ګمارل شوی پلاوی وایي، د قیصاري پر کور برید د کورنیو چارو او دفاع وزیرانو له همغږۍ پرته د کورنیو چارو وزارت د پخواني سلاکار «خوشال سادات»، د بلخ د امنیه قوماندان او د ۲۰۹ شاهین قول اردو د قوماندان په امر ترسره شوی وو.

د لیندۍ د میاشتې په ۲۳ مه نېټه د بلخ ولایت په مرکز «مزار شریف» کې د نامسئوله وسله والو د قوماندان «نظام الدین قیصاري» پر کور برید وشو، د کور له دننه خوا څخه وسله والو مقاومت وکړ او بالاخره تر څو ساعته اوږدې نښتې وروسته د قیصاري اووه تنه ساتونکي ووژل شول او یوولس نور ټپيان شول او په دې توګه ځانګړي ځواکونه د قیصاري کور ته په ننوتلو وتوانېدل؛ خو هلته یې ولیدل، چې نوموړی په نامعلوم لوري تللی دی.

د قیصاري پرکور د  برید په مهال، د بلخ امنیه قومانداني د یوې خبرپاڼې له لارې ادعا وکړه، چې د قیصاري پر کور روان عملیات د «عدلي او قضایي» بنسټونو د امر په اساس، د عامه نظم د خرابوالي د مخنیوي په موخه ترسره کېږي؛ خو هغه اته کسیز پلاوی چې، ددې برید د څېړلو لپاره ګمارل شوی له منځه یې «مهدي راسخ» «هشت صبح» ورځپاڼې ته وایي، د قیصاري پر کور شوی برید د کورنیو او دفاع وزیرانو له همغږۍ پرته د بلخ د امنیه قوماندان «محمد اجمل فایز»، د کورنیو چارو وزارت پخواني سلاکار «خوشال سادات» او د ۲۰۹ شاهین قول اردو د مخکیني قوماندان «ولي محمد احمدزي» په امر ترسره شوی وو.

یاده دې وي، چې د قیصاري پر کور له شوي برید وروسته نوموړي له حکومت د تاوان غوښتنه کړې او حکومت پرېکړه کړې، ددې قوماندان کور ته اوښتی تاوان به جبرانوي.

په ورته وخت کې حکومت د یوې بلې پرېکړې له مخې  کورنیو چارو وزارت ستر سلاکار «خوشال سادات» هم له دندې لرې کړ؛ خو لا هم څرګنده نه ده، چې خوشال سادات د قیصاري پر کور د شوي برید له امله له دندې لرې شوی او که کوم بل لامل موجود وو.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
1 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
قانت
میلمه
قانت

السلام علیکم
نن تکی اسیا ښه خبرونه خپروی