که د زړه او فالج له ناروغیو ځان ژغورل غواړئ چای وڅښئ! څیړنه

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۳ سلواغه، ۱۳۹۸ل): د چین په یو څیړنیز مرکز کې د لسو کالو څیړنو وروسته پوهان دې پایلې ته رسیدلي، هغه کسان چې په اونۍ کې لږ تر لږه درې واره چای څښي، په دوی کې د زړه او فالج ناروغۍ د هغو په پرتله چې چای نه څښي کم لیدل شوي دي.

په چای کې یو مهم مرکب «پولي فینولز) دی چې د تور چای سربېره په نورو خوړو کې هم موجود وي.

د چین د بیجنګ ښار په بیلوژیکي علومو اکادیمۍ کې په ۱۰۰زره صحتمن کسانو تر لسو کالو څیړنه وشوه، په دې څيړنه کې څرګنده شوه چې په اونۍ کې ۳ یا ۴ واره یوه یوه پیاله چای څښونکو کې د نه څښونکو په پرتله د زړه او فالج یا ګوزڼ ناروغي په حیرانونکې ډول کمه ښودل شوې ده.

په څيړنه کې یوه خبره ډیره د پام وړ ښودل شوې چې چای پورې تړل شوې ټولې ګټې په دې کې د (پولي فینولز) مرکب پایله ده، خو بل خوا دغه خبره هم د پام وړ ګرځېدلې چې د تور چای په پرتله شین چای زیات د زړه او فالج ناروغیو مخنیوي کې رول لوبوي.

ددې سربېره هغه وګړي چې د اوږدې مودې لپاره د ډير چای څښلو عادي وي یا یې هره ورځ لږ تر لږه یوه یا دوه پیالې چای څښه د نه څښونکو په پرتله یې د زړه او فالج ناروغیو کې د پام وړ کموالی لیدل شوی دی.

په چای څښونکو وګړو کې د زړه او فالج ناروغي د نه څښونکو په پرتله ۲۲سلنه کموالی راغلی، په داسې حال کې چې په نورو رنځونو کې یې هم د پام وړ ۱۵سلنه کموالی لیدل شوی دی.

د اوږدې مودې لپاره زیات چای څښونکو ته اضافي ګټه دا رسیدلې چې په دوی کې د زړه ناروغۍ رامنځته کېدلو خطر یې ۵۶سلنه کم شوی دی.

خو بلخوا ځينې پوهانو پر یاده څيړنه تنقید کړی او ویلي یې دي چې که څه هم د چای او زړه ناروغۍ او فالج ترمنځ اړیکه شتون لري خو دا هیڅ نه ده ثابته شوې چې د زړه ناروغانو ته ټوله ګټه چای څښلو رسولې ده.

مګر ځینې داسې حالات شتون لري چې چای څښل په کې روغتیا ته زیان رسوي، په دې کې امیندوارې ښځې هم شاملې دي چې د امیندوارۍ پرمهال دې له شیدو چای څښلو ډډه وکړي.

باید په هر شي کې له وسطیت څخه کار واخیستل شي، د پيغمبر صلی الله علیه وسلم حدیث مبارک دی چې غوره کارونه منځني وي، یعنې په هر شي کې باید له اعتدال او منځګړيتوب څخه کار واخیستل شي، باید د چای په استعمال کې هم له منځګړیتوب کار واخیستل شي.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
1 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
احمد
میلمه
احمد

د پیغمبر صلی الله علیه والسلام حدیث مبارک او خبره تر ټولو نظرونو غوره او له شکه پرته ګټوره ثابتیدی شی