نظــر

دجال د شیطان په چوپړ کې

اسدالله رزين

که مسلمان له دغه زار، بی ادرسه، بی هویته ، د ؤر او وینو په منځ او له شرمه ډک شتون او حالته چې هره شیبه یی د نړۍ په هر ګوټ کې تر ستوني نیسي را و نه وزي. چې نه د قرار تم خای لري او نه د فرار لوری. نه چاته ژړلای سي او نه چا ته ویلای سي. نه په ځان باور لري نه په بل. نه چا ته د دوستي لاس ور غزولای سي. نه یی څوک په دوستي مني. عقل یی په تلکو کې تپ دی. احساس یی هم له کاره لویدلی او نه یی سي ښورولای. چې دا تول د هغه غفلت او بغاوت پاتي شوني دي چې لاوس یی هم په منتر کې بند دی.
او د ټولو قوتونو د له کاره لویدو غږ پری کوي. او دا رنګه تلقین سوی دی چې په تا څه نه ده جوړه.

دا یی هم له یاده وتلي چې هغه اصل چې تا بغاوت تری کړی. او د غفلت په تیارو کې دي له یاده ایستلی تر دی په ډیرو سختو حالاتو کې ټول انسانیت ته د پنا غیږ پرانیستې وه. او ټول انسانیت یی پکې ځای کړی وو.

ته یو ځلې د انساني تاریخ په سینه کې خپل له ویاړه ډک شتون ته مخ ور واړوه، ته هغو ارزښتونو ته ور تیر سه چې انسان ته یی انسانیت ور وپیژاند، د ذلت له کوڅو یی را ولاړ کړ، د شهامت ، میړاني او سر شندني عملي میدانونه یی ور ولیدل، د بریاؤ رازونه یی ور ته وسپړل. د عزت خوند یی ور وڅاکو، د غیرت تاج یی ور په سر کړ، د غلامي له کرغیړن دوده یی د تل لپاره را و یوست. او د سکون په ماڼیو کې یی و اوساؤ، خو که بیا هم د تیر په څیر د فیل په غوږ کې ویده پاته سي، نو بیا خو د دښمن د ښمني نه ده بس. کیدای سي يوه ، یوه نیمه پیړۍ یا ډیر نور هم د غوبله تر پښو لاندي و سرویل او له انساني ژونده د خوند اخستلو جوګه نه سي. خکه چې د شته پیړۍ دجالان په دی بسنه نه کوي چې یوازي د غلامي په ذلت کې دي پریږدي.

یا دا چې له خپله فرهنګه د پردي کیدو په جرم دي و بخشي. هغه فرهنګ چې د دجال په توشه او جکم یی مخامخ کیدو ته ور ووتلي. او د خپلوي خوند دي د پردي توب په زهرو ککړ کړ. ځکه چې د جالي نړۍ لا په تا کې یو څه ګرمه وینه ویني. ځان له تا بیغمه نه بولي. تا د ځپل ویاړلي تاریخ يه پانو کې ګوري. پوهیږي چې خپل اصل ته د ور ګرزیدو په صورت کې بیا هم هغه څه کولای سي چې کړي دي وو. له تا ځان ورک ده له دښمنه نه یی ورک، د دجالي تمدن په دجل او برسیرنه ځلا کې مه ورکیږه، په خیالي جنتو کې یی مه ګرزه.د ا لفاظو په رنګیني کې یی خان مه وینه، په ځوځ باغ او ګونګو باغ یی مه تیر وزه. په خیالي الوتنو کې یی د لایتناهي فضا اندازه مه اخله. دا ځمکه او ستا د اوسیدو ټآتوبی او په یویشتمه پیړۍ کې یی په مخ اصل ته د ور ګرزیدو او خپل فرهنګ ته د ور کتو په زړه پوري بیخې نوې او روانه لنداره وکړه چې افغانان څرنګه تاریخ جوړوي. او په څومره سړه سینه ، لوړ عزم او پیاوړي ایمان د دجالي تمدن واک او خواک ګواښي.

د غربي ښکیلاک د تکبر ماڼۍ ور ړنګوي، د ماتي او تیښتي یاد ور تازه کوي، خپل تیر عظمت تکراره وي، او د دوی په پیړۍ کې له دوی نه د جګړې او فکر په دګرونو کې د بریا ویاړ تر لاسه کوي.

دجالي تمدن خپله برخه کار به ښه توګه سر ته ورساوو: انساني ژوند ته یی مینونه کیښودل، د د درد او مرګ په بټیو کې یی و کړاوو، د خیال ، مکر او جادو زور یی تمام کړ چې بیخي ډیر وو.

هغه نور د بولۍ له دریزه را کوزیږي، د شیطاني نظام مامورینو ته سر ټیټوي او حکم ته یی غوږ نیسي. ټول امکانات او حتی خپل ځان هم د هغوی په واک کې ورکوي. تر څو د انساني نړۍ آو په ځانګړي ډول سره زموږ د نړۍ په باره کې شیطاني پریکړې منظمې او ګړندۍ کړي. او د احتمالي غبرګون د مخنیوي داسي لارې چارې ولټوي چې یا خو غبرګون را منځ ته نه سي او یا ډیرکم ځواکه، نیم ځانه او کم رنګه واوسي. د شیطان مامورینو په دیرو لارو چارو غور وکړ، خو پریکړه یی دا را ؤ ایستله چې: ټوله نړۍ او ځانګړي ډول سره اسلامي نړۍ باید په هر لحاظ دومره ستړې، په ستونزو کې را ګیر، مصروفه، د وینو او ؤر ، مرګ ژوبلو، لوږو تندو، جهل ، ناروغیو، پاشلتوب، نا امنیو او نا باوریو په منځ کې وساتله سي. ترڅو یی د غبرګون فکر له سره ووزي. او موږ په آرام زړه څه چې غواړو سر ته ورسوو. او له بده مرغه نن سبا ټوله نړۍ او په ځانګړي ډول سره زموږ نړۍ د تنخوا خورو او کرایی واکوالو د شرارت او پردي پالني په پایله کې له هم هغسي درد او غم سره مخ او په کړاؤنو کې را ګیرده.

د شیطان مامورینو د خپلو ذمه واریو لومړۍ مرحله په ښه توګه سرته ورسوله. او د دوهمي مرحلې لپاره چې له مخه یی روان (۲۰۲۰)م کال په نړیواله سطحه ډیر مهم کال یاد سوی. چې د خطرناکو پیښو د ېپیښیدو وړاند وینه او سترګولیدلی بد حال انځورونه یی لاس په لاس ګرزي. او کتونکي یی د پیښیدو لارې څاري. نه د مخنیوي چارې. او هغه داچې صهیوني غاصبه اداره د زیړې سخوندرې د حلالیدو پوخ هوډ لري. او له هغې وروسته به د سلیماني هیکل د تعمیر کار پیلیږي چې همدغه د نوي نړیوال شیطاني نظام سریزه ده.

د یاد شیطاني هیکل لومړنۍ او بنستیزې چارې سر ته رسیدلې دي. یوازې د پیلامې مسئله پاته ده تر څو ټول انسانیت او په ځانګړي ډول مسلمان امت ته د شیطاني نیواک یا قبضې د پراخوالي او واکوالي شیطاني پیل په سترګو ور و ویني، خو د هیکل تر تعمیر له مخه دوی ته ډیر ارزښت لري چې د اسلامي امت په شتون کې د (مسجد اقصی) د ړنګیدو بیلچې او کلنګان را واخلي. او د مسلمانانو لومړۍ او د وحی په نزول ویاړلې قبله، د محمد رسول الله(ص) د اسمان ختو د لارې مزل خای او تم خای، د حضرت عمر(ض) د فتحو لوړه څوکه او د ډیرو سجدو لګولو کوربه (مسجد اقصی ). او د صلاح الدین ایوبي (ح) د فتحو څلی ړنګ او له خاورو سره خاورې کړي.

دوی چې بیا کله ددی لوی جرم له سر ته رسولو اوږې سپکې کړي، نو له هغه وروسته به یی په ځای شیطاني هیکل اوبادوي.

مسیحي نړۍ خو لا مخکې ددوی په کابو کې وه. او دا هرڅه چې کیږي هغه له دوی سره په سلا او تفاهم کې کیږي. ځکه چې د نړیوال شیطاني نظام د قیام شالید دوی د دجالي تمدن تر سرلیک لاندي ور ته چمتو کړی وو. او له دی وروسته به د شیطاني نظام د قیام په لاره کې خندونه کم او یا بیخې له منځه ولاړ سي. او په ۰(۲۰۲۵)م کال کې به په رسمي دول سره د نړیوال شیطاني نظام د اعلان حکم صادر او په(۲۰۳۰)م کال کې به نړیوال شیطاني نظام په کار پیل وکړي. تر څو په (۲۰۵۰)م کال کې د نوي شیطاني نظام د قیام لپاره د بشپړ انفاذ لاره هواره او نوي شیطاني نظام د ټولې خمکې د نظام په بنه کې را ښکاره سي.

د اسلامي نړۍ ډیری واکوال خو د شیطاني نظام د شیطاني عزائمو د سر ته رسیدو او پوره کیدو معاش خواره دي.

د هیلو سترګې یوازي او یوازي مسلمانو ولسونو ته ور کږې دي چې څرنګه اوکله به یی د یوې هوښیارې ، چټکې، رغنده، کوټلې او مجاهدې پریکړې لیدونکي ؤ اوسي.

رزین

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
masoom afghan

د شیطان ټولې دسیسې ناکاره دي په
افغانستان کې به انشاءالله؛
د دجال لښکرې ماتې خوري.

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x