د قیامت په ورځ به خلک دپلار او که د مور په نوم را غوښتل کیږي؟

 محمد نعیم حمزه

عن ابي الدرداء قال، قال رسول الله صلی الله علیه وآله وسلم: ”اِنَّکُمْ تَسْتَدْعُوْنَ یَوْمَ الْقِيَامَةِ بِأَسْمَآئِکُمْ وَ أَسْمَآءِ آٰبَائِکُمْ فَاَحْسِنُوْا أَسْمَآئِکُمْ.“
(رواه ابو داود، والدارمي، والاحمد في مسنده، وابن حبان في صحیحه، وابو نعیم في الحلیة، والبغوي في شرح السنة.)

قال القرطبي: في هذا رد علی من قال انهم یدعون بأسمآء امهاتهم.

ژباړه: حضرت ابو درداء رضي الله عنه وایي، چې رسول اکرم صلی الله علیه وآله وسلم فرمایلي، بېشکه تاسې به رابلل کېږی د قیامت په ورځ په خپلو نومونو او د خپلو پلرونو په نومونو؛ نو ښایسته کړئ خپل نومونه مو یعني په خپل اولاد مو ښایسته نومونه کېږدئ.

علامه قرطبي رحمه الله ددې حدیث لاندې لیکلي، چې دا حدیث رد دی په هغو کسانو چې هغوی وایي، د قیامت په ورځ به خلک د خپلو مورګانو (میندو) په نومونو را غوښتل کیږي.

مأخذ: البدور السافرة في احوال الآخره، الصفحة ۲۶۵
تألیف:جلال الدین السیوطي رحمه الله.

والله اعلم بالصواب

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د