افغانستان

عمران خان: پاکستان د افغان جګړې ستره بیه پرې کړې

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۳ سلواغه، ۱۳۹۸ل): د پاکستان لومړی وزیر «عمران خان» وایي، هیواد يې د افغان جګړې او تروریزم خلاف جنګ ستره بیه پرې کړې او دوی نور نه غواړي، له کوم هیواد سره په جګړه کې مرسته وکړي.

عمران خان دغه څرګندونې، د اقتصادي مجمع په نړیواله ناسته کې او له ناستې د باندې خبریالانو ته کړې، نوموړي ویلي « موږ نور له هيڅ هیواد سره د جکړې په برخه کې مرسته نه کوو او هڅه مو داده، څو د سولې په برخه کې فعال واوسو، موږ د ایران او سعودي عرب تر منځ د تشنج په کمولو کې مرسته وکړه او په افغان سوله کې فعال رول لرو.»

نوموړي زیاته کړې « موږ د افغان سولې په برخه کې فعال رول لوبوو، هلته اوس د یوه اوربند شونتیا موجوده ده، چې په تعقیب سره یې موږ کولای شو د افغانستان د  اقتصادي دهلیز له لارې د مرکزي اسیا هیوادونو ته لاره پیدا کړو.»

د عمران په خبره « افغان جهاد او تروریزم خلاف جګړې زموږ ټولنې ته ژور زیان وکړ، د تروریزم خلاف جنګ کې زموږ ۷۰۰۰۰ خلګ ووژل شول؛ خو موږ اوس ترورستي ګروپونه له منځه وړي.»

عمران خان دا څرګندونې وروسته له هغه کړې، چې د ګډ حکومت مشر «اشرف غني» د اقتصادي مجمع په نړیواله ناسته کې له پاکستان وغوښتل، څو د افغانستان د سولې په پروسه کې مرسته وکړي.

په ورته وخت کې عمران داسې مهال په افغانستان کې د اوربند خبر ورکوي، چې طالبان وایي، د اوربند تصمیم یې نه دی نیولی؛ خو له امریکایي لوري سره یې د جګړې د شدت د کموالي خبره کړې.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
اجمل

وخوری. لا راباندی هم د دوی ده. د افغانستان د جګړی له برکته دوی د اتومی د وسلو څیښتنان شول د ###.

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x