ورزش

افغان لوبډلې د نولس کلنو نړیوال جام کواټر فاینل ته لار وموندله

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۳ سلواغه، ۱۳۹۸ل): د افغانستان نولس کلنو ځوانانو لوبډلې په نړیوال جام کې له دوه پرلپسې بریاو وروسته دویم پړاو یعنې کواټر فاینل ته لار وموندله.

په دویمه سیالۍ کې متحده عربي اماراتو ته په ستره ماتې ورکولو افغان لوبډله وتوانېدله چې د ۱۹ کلنو نړیوالو جام دویم پړاو ته لار ومومي.

په دغه سیالۍ کې افغان لوبډلې عربي اماراتو ته د ابراهیم ځدران ۸۷ او رحمان الله ۸۱ منډو په مرسته د ۲۶۶ منډو هدف ټاکلی و، خو د عربي اماراتو لوبډله د شفیق الله غفاري پنځه ویکټو په اخیستنه یوازې ۱۰۵ منډې جوړې کړې.

نیوزیلاند لوبډلې سریلانکا له نړیوال جام څخه بهر کړه او په خپله دویم پړاو ته ووتله، بلخوا هندوستان، پاکستان او بنګلدیش ۱۹ کلنې لوبډلې هم په دوه بریاو سره دویم پړاو ته لار موندلې ده.

د پاکستان او بنګلدیش ۱۹ کلنو لوبډلو ترمنځ راتلونکې سیالۍ کې به بایلونکې لوبډله په دویم پړاو کې له افغان لوبډلې سره سیالي کوي.

دغه راز په نورو لوبډله کې استرالیا، عربي امارات او سویلي افریقا هم دي چې کولای شي دویم پړاو ته لار ومومي.

د یادونې وړ ده چې افغان لوبډله د لومړي پړاو وروستۍ لوبه د کاناډا پر وړاندې سبا د جمعې په ورځ په ۲۴مه نېټه ترسره کوي.

ټاګونه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x
Close
Close