افغانستان

بغلان او تخار کې ۴۶ دولتي عسکر له خپلو دندو لاس په سر شوي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۳ سلواغه، ۱۳۹۸ل): وروسته له هغه چې په قطر کې د طالبانو او امریکايي لوري ترمنځ د سولې خبرې نهايي کېدو ته نژدې کېدونکي دي، هم مهاله ګن شمير دولتي عسکر له دولتي ليکو خپل عادی ژوند ته ګرځي ږي.

پرون يو ځل بيا په بغلان او تخار ولایتونو کې ۴۶ تنه دولتي عسکر، پوليس او اربکيان د دولت له ليکو جلا او خپل عادي ژوند ته مخه کړه.

د طالبانو ویاند ذبيح الله مجاهد وايي چې د بغلان ولايت مرکز پلخمري په مربوطاتو کې ۲۴ تنه دولتي عسکر، پوليس او اربکيان د دعوت ارشاد کميسیون په هڅو خپل عادي ژوند ته ورګرځېدل او طالبانو ورته د مصؤنيت تضمين ورکړی.

همدا راز مجاهد وايي چې د تخار ولايت په رستاق ولسوالۍ کې هم ۲۲ تنه دولتي عسکر او پولیس له خپلو دندو لاس په سر شول او له طالبانو سره يو ځای شول.

د يادونې وړ ده چې په دې وروستيو کې له دولتي ليکو د عسکرو جلا کېدل ګړندي شوي دي او په روانه اوونۍ کې تر دې وړاندې هم په بېلابيلو ولایتونو کې تر سلو زيات دولتي عسکر له طالبانو سره يو ځای شوي دي.
د بغلان او تخار ولایتي چارواکو تر اوسه په دې تړاو څه نه دي ويلي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x