افغانستان

طالبان: غني په سویس کې «بې مسئولیته» وغږېد

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۳ سلواغه، ۱۳۹۸ل): وروسته له هغه، چې د ګډ حکومت مشر «اشرف غني» د سویس په داووس ښار کې د اقتصادي مجمع د نړیوالې ناستې په څنډه کې مرکه وکړه او هلته یې په طالبانو یو شمېر تورونه ولګول؛ طالبانو د غنې دې څرګندونو ته توند غبرګون ښودلی،  هغه یې له حقیقتونو «ناخبره» یاد کړی او د اشغال تر پایه یې د خپلې مبارزې په دوام ټینګار کړی.

د طالبانو ویاند «ذبیح الله مجاهد» په همدې تړاو په خپل لیکلي، چې په سویس کې د اشرف غني خبرې په بې مسئولیتی او ناخبرۍ بناء وې او د طالبانو د سیاسي دفتر په مشرانو لګولي تهمتونه یې له حقیقته لیرې وو.

د مجاهد له قوله « اسلامي امارت سیاسي اونظامي مبارزه به ترهغو جاري وي چې اشغال پای ته ورسیږي او اسلامي حاکمیت ټينګ کړل شي.ان شاءالله »

یاده دې وي، چې اشرف غني تېره ورځ د اقتصادي مجمع له نړیوالې ناستې د باندې  په یوه مرکه کې طالب جنګیالي له جګړې ستړې یاد کړل او طالب مشران یې تورن کړل، چې په دوحه او متحده عرب اماراتو کې د عیش ژوند تېروي.

نوموړې ددې تر څنګ اوسنی وخت د بهرنیو ځواکونو د وتلو لپاره مناسب ونه باله، په افغانستان کې د بهرنیانو شتون يې د شویو تړونونو په اساس وباله او خوښي یې څرګنده کړه، چې له ټرمپ سره نږدې اړیکې لري.

 

ټاګونه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
13 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
عبد الله

مجاهد هسی حقیقت پتوی. په کویته کی اسحاقزی کالونی د چا ده؟ ایا د طالب د مشر نه ده؟### د منطقی په سطحه قاچاقبر نه وو؟### دا جایدادونه په پاکستان کی د کومه کره؟ زما خپل شناخته دی هغه بله ورز یی په ۴۰ لکه کالداری زمکه رانیول، باور وکی که خپل نوم هم سم لیکلی سی خو دطالبانو ولسوال وو؟ نو مجاهده درواغ ویل شه نه دی دا باید ومنی جی هم ددولت اکثریت مشران او هم د طالب عیاش، غله او قاتلان دی. که تاسو د طالب مشرانو جایدادونو لیست غواری نو عینو مینی رهنمایی معاملات ته یو… نور لوستل »

A saeed

ته هم ډاکټر ته ضرورت لرې
ده اسلامی امارت ده مشرانو ده بدنامولو لپاره اشغالګرو او بې وجدانه مزدورانوئ ۱۹ کاله هڅې وکړی
خو الحمدالله
ټولی هڅې ئ ده امارت مشرانو
په خپل دېانت تقواء مېړانه اوقربانی سره په صفر کی ضرب کړی
که ته رشتېاګو ئ نو را مخته سه دا ده دروغو ادعا دی ثابته کړه!!! نه ئ کوهلائ سی څکه چی دروغجن ئ .
امرېکېانو داستا په څېر ډېرو ته معاش ورکړی او دا وس ئ هم ورکوې چی ده امارت مشران بدنام کړی
خو انشاالله
ناکام او نامراد به ده تل په څېر ېاست

عبدالله

زه دی بی عزتی نه کوم خو دا درته وایم :
۱- د عینو مینی رهنمایی معاملات کی پوشتنه وکره.
۲- زه ثبوتونه در استوم خو نن تکی اسیا اداره یی نه خپروی.
که یی خپروی نو نه یوازی د طالب مشرانو د قاچاق ثبوتونه بلکی د طالب د غلامی ثبوت هم درته استولای شم.

Adam Khan

Ashraf Ghani behaves like Dr Najeeb in early 1990s and late 1980s. Ghani must have found the bible of Dr. Najeeb.

OR MAY BE

SELLAB AKHESTI ZAGOONO TA LAS ACHAWI

Adam Khan

Ashraf Ghani behaves exactly like Dr. Najib during his late 1980s
Ashraf Ghani must have found the bible of Dr. Najib

OR IT COULD BE THIS ONE
SELLAB AKHESTI ZAG TA LAS ACHAWI

جميل

عبدالله !
درواغجن د خدای دښمن دی ، داچی تاسی د طالبانو په جايدادو خبر ياست چی چيری دی او هم د دوی په تجهيزاتو خبر ياست چی له کومه ورته راځی نو دا راپورونه او شواهد ولی خپلو مالکانوته نه ورکوی چی تنخوا او معاش مو در ډير کړی د هغو خوارانو خو سترګی پسی ووتی چی څه شواهد ومومی خو تر اوسه ئی څه ندی موندلی .
يا دادی چی هغوی تاسوته يوازی په درواغ ويلو معاش درکوی .

مرادی

اشرف غربى سه بى ٫٫### ده دده په خوله خو سوک پياز هم نه خورى

ترين

حقيقت سخت تريخ وى.
نن ټکې اسيا دا زموږ ليکنى نشروۍ که جرءت لرى

غلام سخی بکواهی

حقیت خو بیله شکه تریخ وی خپل عقل قاضی که اوبیا ده جلالدین حقانی رحمت الله علیه اولاده او دا غرب وهلی دیموکراسی زامن سره مقایسه که او بیا به حقیقت سره ووایو دری زامن شهیدان او اشرف غنی لور امریکا کی ## ورکوی اوپیسی ده افغانستان نه ور روانی دی

Adam Khan

Ashraf Ghani behaves like Dr. Najib when he was counting his days.

SELLAB AKHESTI ZAG TA LAS ACHAWI

سيد زرغون شآه آغا

عبدالله وروره!
دا چى ستا نظر څونده صحيح دى او څونده غلط, زه نه پوهيڔم. مګر املا او انشآ مو ټوله غلطه ده.املا غلط, انشأ غلط, سر تا پا غلط. هيله ده چى خفه نسى.

مجاهد

لمړی : دا خو به منو چه دا هیواد اشغال شوی. وچه لمده او هوا د اشغالګرو سره ده او غلامه اداره یی د خپلو استعماری ګټو راتولولو د پاره د برچی په زور کینولی د اشغال سره دا عادی خبره ده. دوهم: دا هم منو چه د کابل اداره نه یواځی غلامه بلاکه ناوړه او فاسده هم ده. درېیم: دا هم سره منو چه اشغلګر تر مرمیو ډالر ډیر خرځوی د هغه خرڅ زیاته برخه په میدیا خرڅوی یعنی اکثریت رسنی، اخبار، تلویزونونه ، پانی او داسی نور د دوی په واک کی او یا لاس کی دی د… نور لوستل »

اجمل

وبه ګورو چی طالبان تر کومه با مسؤلیته په قطر کی غږیږی. سهیل ### خو وویل چی توافقنامه به تر آخر د جنوری له امریکایانو سره امضا کړی خو ما ورته په ځواب کی وویل چی ورغی قریشی صیب هر څه به ## کړی او همداسی یی هم وکړل. هر څه یی برابر کړل بیغمه اوسه سوله موله به تر ډیره وخت پوری نوی څه رسه تر آخر د دی میاشتی دا به یو خوب وی او بس.

Back to top button
13
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x
Close
Close