نړۍ

چين افغانستان لپاره نوی ځانګړی استازی ګومارلی

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۳ سلواغه، ۱۳۹۸ل): د چين د بهرنيو چارو وزارت وايي، ليو جيان هم‌چون يې افغانستان لپاره نوی ځانګړی استازی ګومارلی دی.

ليو جيان تر دې وړاندې په افغانستان، چين، ماليزيا، پاکستان او يو شمېر نورو هېوادونو کې د چين د سفير په توګه دنده ترسره کړې ده.

چين د افغانستان سولې په اړه فعال هېواد دی، د کابل حکومت او همدارنګه له طالبانو سره رسمي اړيکې لري او هڅه کوي، چې د افغانستان سولې کې اغېزناک رول ادا کړي.

د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند کينګ شوانګ ويلي، بيجينګ د افغانستان سولې او روانې جګړې د پای ته رسولو لپاره څرګنده سټراټيژي لري او د افغانستان قضيې له ذي دخلو جهتونو سره اړيکې لري.

کينګ شوانګ زياته کړې، چې افغانستان لپاره ګومارل شوی استازی د افغانستان په قضيه کې مهم او اغېزناک ډيپلوماټ دی او کولی شي، چې د افغانستان روان بحران په پای ته رسولو کې مهم رول ادا کړي.

د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند ويلي، افغانستان لپاره نوی ګورمال شوی ځانګړی استازی به هڅه وکړي، چې څومره ژر کيږي، د افغانستان قضيې د سياسي حل او ثبات لپاره اغېزناک رول ادا کړي.

ټاکل شوې وه، چې د تېر کال په ډيسمبر مياشت کې د چين په کوربه توب د افغانستان سولې په اړه بین الافغاني ناسته ترسره شي، خو د رپوټونو له مخې د ګډ حکومت له لوري د يو شمېر ناغېړيو له امله دا ناسته لغوه شوه.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x