
له ځان وژنې وړاندې/ جاوید چوهدري
لیکنه: جاوید چوهدري
ژباړه: ابو ناهيد
زه چې بیرته واپس راتلم په طیاره کې د فیصل اباد له یو حاجي صاب سره مخ شوم، دی د ملک یو مشهور صنعت کار(ټوکر جوړونکی) دی که څه هم لیک لوست یې ډیر نه و کړی، مګر د کاروبار په وجه یې انګریزي ښه زده وه، د ده له کړو وړو، د خبرو له ډوله او له خلکو سره د مخامخ کېدلو له سټائله یې صحرایتوب له ورایه ښکاریده.
زما تجربه ده چې انسان خپل بیک ګراؤنډ(شالید) د خپل شکل، لباس او خپل کریډټ کاټ شاته پټولای شي، مګر ژبه یې ټول رازونه او اسرار راسپړي، د انسان له ژبې وتلي دوه لفظونه د ده تاریخ تر اوه پښته پوري بیانوي.
ده هم په طیاره کې په خپلو الفاظو د خپل خانداني تاریخ اشتهارونه لګول، زه له ده سره نږدې ناست وم، په پېل کې ډیر ترې په تکلییف شوم مګر بیا مې سوچ وکړ چې د اوو ساعتونو اوږد سفر ولي په تکلیف کې تېرکړم، له ده سره په ګپ شپ وکړم، ګورم به، کیدای شي زما د توقع برعکس وخېږي، نو مې له ده سره ازاده ګپه شروع کړه.
د خبرې تر اوږدلو وړاندې باید تاسي ته ووایم چې دا له نن څخه تقریبا اوه اته کاله وړاندې کیسه ده او زه له فرانکفورټ څخه پاکستان ته روان وم.
حاجی صاب ماته د خپل کار د نوعیت په اړه ژغیدو.
ده خپل کاروبار څنګه پیل کړ، څنګه یې کاروبار پرمختګ وکړ، نن سبا د ټوکر جوړولو صنعت له کومو ننګونو سره مخ ده، انګریزان له پاکستاني ټوکر جوړونکو څه غواړي، چین او هندوستان په دې فیلډ( ډګر، میدان) کې په څومره تیزي سره مخ په وړاندې روان دي او حکومت ته د ټوکر جوړلو د صنعت د ودې لپاره څه کول په کار دي وغیره وغیره، ده تخنیکي، صنعتي او اقتصادي خبرې کولې او زه زړه تنګی کېدم.
د خبرو په مابین کې حاجي صاحب ناڅاپه یوه عجیبه او په زړه پوري جمله وویله، حاجي صاحب زیاته کړه: که ما ځان وژنه نه وای کړې نو نن به زه دومره کامیاب نه وای) زه رابیدار غوندې شوم او ټول غوږ غوږ شوم ځکه چې دا زما د ژوند لومړی کس و چې د خپلي کامیابي کریډټ یې ځان وژنې ته ور کاوه.
زه د حاجي صاب د کیسې لور ته له تللو وړاندې تاسي ته باید دا هم ووایم چې په دنیا کې له نبیانو، وليانو او ظالمانو ماسوا هر څوک د خود کشي طرحه جوړوي، موږ که د خپل ژوند څلرویشت ساعته تجزیه کړو نو موږ به په دې سره ډیر حیران شو چې موږ په څلرویشت ساعته کې لږ تر لږه لس ځله مرګ یادوو او په دې مابین کې یو یا دوه ځله د خود کشي په باره کې سوچ کوو.
موږ همیشه د خودکشي طرحې جوړوو مګر د ژوندانه خوندونه، ښایستونه او د ژوند رنګونه مو خپل لور ته متوجه کوي او په دې توګه موږ بیرته خپل ژوند ته راګرځو، مګر الله تعالی نبیان، ولیان او ظالمان د مرګ او ځان وژنې له ویرې ازاد ساتي، د دې لامل هم ځان وژنه ده، نبی او ولی خپل ذات د الله تعالی په ذات کې فنا کړی وي، ځکه نو ژوند او مرګ ورته یو ډول وي، همدا ډول ظالم خپل ځان په ظلم کې دومره غرق کړي، چې د ځان وژنې په اړه فکر کول ختم کړي، دی مرګ ته له یوې بلې زاویې ګوري.
زه بیرته د حاجي صاحب لورته راګرځم، حاجي صاحب د خپل ژوند لومړنۍ پاڼې یوه په بله پسې اړول پیل کړل، ده ویل: چې ډیر غریب او مسکین وم، د برصغیر د تقسیم په وخت له یوې لویې کورنۍ سره په ۱۹۴۷ کې له مشرقي پنجابه لائل پور (فیصل آباد) ته ورسېدلو، د پنځو مرلو یو کور راکړل شو چې په هغه کې موږ درې ورونه، او زموږ دولس ماشومان، څلور خویندي او مور او پلار اوسېدو، بازارونه او کارخانې بندي وې، کار بالکل نه و او په کور کې د خوراکي توکو شدید قلت و، ماشومانو به د شیدو له امله کرۍ ورځ ژړل او له کورنۍ سره به د شیدو پیرلو لپاره روپۍ نه وي.
حاجی صاحب وویل: زه په دې وخت کې لس کلن وم، زما ورونو او پلار د کاروبار کوشش وکړ مګر ناکامه شول، ما د لسو کالو په عمر مزدوري پیل کړه،او تر شل دوه ویشتو کلونو پوري مې خښتې، باجری اور سیمټ چلول، په دې مابین کې ما واده هم وکړ ، الله تعالی دوه زامن راکړل، مګر حالات برابر نه شول، د غربت او مسکنت له امله به تل زموږ په کور کې جنجالونه او دعوې وې.
موږ ټولو ورونو خویندو او زموږ میرمنو به د اوړو، دالو، وریجو او مستو په سر یو له بل سره جنجالونه کول، زموږ ماشومان به هم تل یو له بل سره لاس او ګریوان وو مور او پلار به هم همشه بد رد راته ویل.
زه له دې حالاتو بیخي زړه تنګی شوم تر دې چې یوه ورځ مې له میرمني سره جنجال وکړ او ما د خود کشي(ځان وژنې) فیصله وکړه، په بازار کې مې زهر واخیستل او د خونې بام ته وختم، خیال مې داو چې زهر به وخورم او د خپل کور پر بام به غلی د شنه اسمان لاندې د دنیا له ستړیو او غمونو ځان آزاد کړم.
د زهرو بوتل مې مخته کېښود، سر مې ترې لیري کړ او بوتل ته مې رډ رډ کتل، دا د نومبر د میاشتي یو یخ ماښام و، لمر په ډوبیدو و، او زه پر بام د زهرو بوتل ته مخامخ چارزانو ناست وم، زما مرګ له ما دوه فټه او نیم ساعت لېري و، د زهرو درې غړپه څښل و او په نیم ساعت کې به زه له دنیا او د هغې له غمونو ازادیدم‘،بوتل ته مې لاس ور اوږد کړ مګر تر لاس رسېدلو وړاندې مې ناڅاپه یو عجیب خیال په ذهن کې راوګرځېد.
سوچ مې وکړ چې ولي زه دا تصور ونکړم چې زه مړ شوی یم او زه د مړو په څېر له هر رنګه درد، تکلیف، افسوس، پرېشاني، اذیت او بې عزتي څخه ازاد شوی یم، ماته اوس د مړو په څېر نه د ګرمي احساس کیږي او نه د یخني، زه به داسي وګڼم چې ما خپل ژوند تېر کړی دی او له نن څخه وروسته به پاتي ژوند د بت په ډول تېروم، یو داسي بت چې نه ستړی کیږي، نه خوب ورځي او نه هم څه تکلیف ورباندې اثر کوي، چې صرف او صرف کار کوي، څلروېشت ساعته کار .
د حاجی صاحب کیسه په زړه پوري وه، ده پسې اوږده کړه ’’ ما د زهرو بوتل همالته پر بام باندې چپه کړ او سمدستي له کوره ووتم، د میرمنې ګاڼه، د کور لوښي او خپلي جامې مې خرڅي کړې، په مارکیټ کې مې د جامو تانونه واخیستل، د بایسکل په کونجغه مې وتړل او د ښار په څلور لارې کې مې د جامو پلورل پیل کړل، کار مې چل شو، ولي؟ ځکه چې د دکان کرایه او د مزدور تنخوا مې له غاړې نه وه، جامې مې هم تر بازار ارزانه پلورلې ځکه به ګیراکانو ماته انتظار کاوه.
په دې مابین کې له رنګا رنګ ستړیو سره مخ شوم، دکاندارانو زما سپکاوی وکړ، پولیسو په ډنډو ووهلم، د کارخانو څښتنانو د رخت له راکولو څخه انکار وکړ، او داسي لا هم وشول چې ټوله ورځ به مې په نارو تېره کړه او ماښام به تش لاس کورته راستون شوم، مګر ماته هیڅ تکلیف هم تکلیف رانکړ ځکه چې ما به هر تکلیف په دې سوچ برداشتاوه چې زه مړ یم، زه خو بت یم او مړي او بتان نه په تکلیف کیږي.
دا سلسله همداسي روانه وه تر څو چې مې کار لږ سور ونیو، د سایکل له کیرئیر څخه دکان ته شفټ شوم، له دکان څخه د ساده رخت د رنګولو برخې ته نقل شوم په کارخانو کې به مې ساده رخت اخیست او د رنګولو کارخانو ته به مې ووړ هلته به مې مختلف ډیزائنونه پرې جوړول او بیا به مې په مختلفو دکان دارانو خرڅاوه، دا کار کامیاب شو.
له دې وروسته مې د جامو د رنګولو کارخانه جوړه کړه، له نورو هیوادونو به مې جامې راغوښتې، د هغو ډیزائن ته به مې کتل او همدا ډیزائن به مې د خپل هیواد په جامو جوړاوه.
څو کاله وروسته مې نورې کارخانې هم جوړي کړې، نرمې جامې جوړول مې هم پیل کړل او جوړي شوې جامې ایکسپورټ کول مې هم شروع کړل، د الله تعالی مهرباني وه کار مې ورځ تر بلې پسې پراخیده، له کوچني کوره لوی کورته او له پسمانده سیمې یو ښه هاوسنګ سکیم ته کډه شوم.
ما درې څلور موټران هم واخیستل، مزدوران او خدمت ګاران هم لرم او نن زه د پاکستان د لویو سوداګرو په شمار کې راځم ‘‘.
حاجی صاحب زیاته کړه: که ده په هغه ورځ د خود کشي فیصله نه وای کړې یا یې له خود کشي دوه ثانیې وړاندې خپل ځان د بت په څېر نه وای تسلیم کړی او له ځان مړه ګڼلو وروسته یې د ړانده محنت او کوشس فیصله نه وای کړې نو نن به دی کامیاب نه وای .
حاجی صاحب په اسلام اباد کې کښته شو او فیصل اباد ته روان شو مګر ماته یې د سوچ او فکر یوه نوې زاویه په لاس راکړه، زه چې نن هم د خودکشي کوم رپوټ لولم نو ماته حاجي صاب رایاديږي او دا سوچ کوم چې په دې کس او حاجي صاب کې بس صرف یو فرق و، حاجي صاب د زهرو څښلو پر ځای د محنت او کوشش دریاب ته په ور دانګلو سره اسانه خود کشي وکړه په داسي حال کې چې دې کس د زهرو، د اور ګاډي د پټلۍ، دریاب او مرمۍ په ډول سخته لاره غوره کړه .
د دنیا هر کس مري څوک د شلو کلونو په عمر له دنیا رخصت اخلي.
څوک د څلوېښتو، پنځه څلوېښتو کلونو په عمر کې او څوک بیا د شپېتو، اویا او اتیا کلونو په عمر کې له دنیا څخه رحلت کوي ،څوک بیا د حادثې ښکار شي او څوک بیا د یو بل چا د انتقام هدف وګرځي . په دنیا کې که حضرت موسی علیه السلام وي یا فرعون دواړه بالاخر د خپل رب لورته ځي،په دنیا کې مصائب،مشکلات اور مسائل هم لوی لوی حقیقتونه دي، په دنیا کې هر کس د مرګ په څېر له ستونزو سره هم مخامخ کیږي مګر څه ناپوه او بې عقل کسان دا ستونزې د مرګ لامل ګرځوي او له وخت څخه وړاندې مري. دا کسان که د زهرو څښلو پر ځای د ستونزو زهر وڅښي، دوی که په دریاب کې د ډوبېدلو پر ځای د محنت او کوشش دریاب ته ورټوپ کړي او دوی که له اور ګاډي سره د ټکر کېدلو پر ځای له حالاتو سره ډغره ووهي نو د حاجي صاب په څېر به دوی هم کامیاب شي، او د وخت پر غونډۍ به د خپلو پښو نښي پریږدي.
دا کسان که له ځان وژنې وړاندې دا سوچ وکړي چې له نن څخه وروسته د دوی ژوند پای ته رسېدلی دی او د دوی پاتي ژوند به د حاجی صاب په څېر له حالاتو سره په ډغره وهلو تیر شي نو د تصویر ټول رنګونه به بدل شي.
زه چې کله هم د ځان وژنې کوم خبر لولم نو دا سوچ کوم چې کاشکي دې کس د یوه ګړي لپاره د حاجي صاب په څېر سوچ او فکر کړی وای کاشکې ده هم د محنت او کوشش سمندر ته ور دانګلي وای نو نن به دی هم د خپل هیواد لوی صنعت کار وای ځکه چې کوشش په هر صورت تر خود کشي څو چنده اسان کار دی.
د لیکونکی او ژباړونکی دواړو څخه مننه ! د خلکو د پوهاوی او هیولو ورکولو د پاره له حلا حلا لارښودنو ، تاکتیکونو او ډولونو کار اخستلو ته په اسلام کی حکمت ویل کیږی یعنی هر هغه کړنه یا وینا چه د بل د مثبت پوهاوی سبب کیږی او هغه سمه لیاره مومی ته حکمت ویل کیږی . دیره مننه کوم دا هم یو ډول عملی بڼه کیی پوهاوی دی چه خلک باید د ځانوژنو ځان وژغوری او د ژوند له مثبتو اړخو کار واخلی. ځانوژنه شرک دی ځانوزنه هغه وخت رامنځته کیږی چه سړی د بل هر ډول امداد… نور لوستل »