افغانستان

افغانستان د نړۍ د لسو فاسدو هېوادونو په کتار کې راغلی

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۳ سلواغه، ۱۳۹۸ل): د شفافيت نړيوال سازمان  د فساد په اړه په خپل کلني راپور کې افغانستان د نړۍ په لسو فاسدو هېوادونو کې حساب کړی دی.

د شفافيت نړيوال سازمان نن پنجشنبه د جنوري په ۲۳مه په خپل کلني راپور کې ويلي، تېر ۲۰۱۹ کال کې سوماليا د نهو، سوډان د ۱۲ او سوريه د ۱۳ پواينټونو په درلودو د نړۍ لومړني درې فاسد هېوادونه دي.

راپور زياتوي، وينزيويلا، يمن، سوډان، ګانا او افغانستان د ۱۶- ۱۶ پواينټونو په درلودو د نړۍ د لسو فاسدو هېوادونو په کتار کې دی.

د شفافيت نړيوال سازمان هر کال د نړۍ ۱۸۰ هېوادونو کې د فساد کلنی راپور خپروي، افغانستان له دې ډلې ۱۷۳ ځای کې راغلی او د شمالي کوريا په پرتله په کې فساد زيات دی.

په افغانستان کې د شفافيت سازمان مشر وحيدالله عزيزي په کابل کې د ياد راپور په غبرګون کې رسنيو ته وويل، دوی هڅه کوله، چې د تېر کال په پرتله پنځوس پواينټه بدلون راشي، خو اوس يې شپاړس پواينټه ترلاسه کړي دي.

د ښاغلي عزيزي په وينا د تېر کال په پيل کې افغان حکومت ۱۱ پواينټه درلودل، اوس ۱۶ پواينټه لري او پنځوس پواينټونه يې ځکه نه دي ګټلي، چې هدف يې ډېر لوړ و.

د شفافيت سازمان استازي ويلي، د اداري فساد له امله د حکومت او ولس ترمنځ واټن زيات شوی او پانګوال په افغانستان کې پانګونې ته زړه نه ښه کوي.

د شفافيت نړيوال سازمان په خپل راپور کې له صفر څخه تر سلو پواينټونه ورکوي او د راپور له مخې سنګاپور، سويډن، سويس، هالنډ، جرمني او لوګزامبور د نړۍ تر ټولو پاک هېوادونه بلل شوي دي.

د شفافيت نړيوال سازمان دا راپور په داسې حال کې خپور کړی، چې تېره مياشت د ګډ حکومت د مشر دوهم مرستيال سرور دانش هم په کابل کې يوې غونډې ته د وينا پر مهال منلې وه، چې حکومت د فساد پر وړاندې مبارزه کې ناکام دی.

په افغانستان کې پخواني سفير جان بس هم د خپل ماموريت په وروستيو ورځو کې په ارګ کې يوې غونډې ته ويلي و، چې د فساد له امله پر افغان حکومت د نړيوالو او متحدينو باور کمزوری شوی او څوک په اسانه له افغانستان سره مرستې ته زړه نه ښه کوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
6 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
احمد

ددې فاسد او بی حیا حکومت طرفداران دې وشرمیږی او مرګ ورته پکار ده چی نور دداسی یو فاسد نظام نه دفاع کوي هغه نولس کلنی لاسته راوړنو نه یی دا هم دی اسد خالد که لاسته راوړنی یادوی ملامت ندی ځکه چی هغه خو بی سواده دی او خپله یی هم خپل وخت کی ښه تاریخ نه درلود. د ذابل معلم بازمحمد سره یی د اخلاقی فساد اړيکي درلودي .خو هغه کسان چی د ماسټري او دکتوراو دعوی لري هغوی ته خو شرم پکار دی چی بیا یی یادونه کوی لاسته راوړنی یادوی دغه مو لاسته راوړنی دی مرګ… نور لوستل »

الجاج استاذ بیانزی

فساد او بی امنی ( جنګونه ) یا وینی تویول د دجالی استعماری قدرتو تقوی او غوښتنه ده له دی غیره مونږ او نور مظلوم بشریت استثمارولی نه شی . د ملایکو نیوکه همدا وه[[ داسی څوک خلقوی چه زمکه کی به فساد او وینی تویوی ؟] الله ورته فرمایی [ په هغه څه چه زه پوهیږم تاسی نه پوهیږی ] وروسته یی د زمکی به اړه الهی لارښودنی ملایکو او ادم ع دواړو ته وړاندی کړی ادم ع ورته هر څه وویل او ملایکو وویل جه مونږ نه بوهیږو . یعنی الله ج په عملی بنه کی ملایکو ته… نور لوستل »

اجمل

نباید تنها د کابل اداره ملامته کړو چی له وجی یی دا هیواد د مفسدو هیوادنو په قطار کی راغلی. دلته د مافیا ډلی هم دی، قاچاقبران، د پوډرو کارکونکی، راشی وګوری پکتیا کی طالبان د چرسو د کروندګرو نه عشر اخلی، آیا په هلمند، زابل او نورو ځایو کی یی د تریاکو څخه نه اخلی؟ آیا د مخدره موادو څخه عشر اخستل په اسلام کی جایز ده؟ ځانونه مو په دنیا کی بدنامه کړل یو وار خارج سفر وکړی چی پته مو ولکیږی چی مونږه څوک یوو. ټوله نړی مونږه ته د ترورست، قاچاق بر او ترهګر په سترګه… نور لوستل »

جميل

که په ارګ او يا سپينه ماڼی کی هم څه ورانه پيښه وسی تاسی د کفارو او د منافقو اجير نوکران به بيا هم په يو نه يو رنګ مجاهدين په بدو يادوی ، الله تعالی مو تر دی لا هم خوار او ذليل کړه .

Sakhi

زه د شفافیت د نړیوالی اداری ددی راپور سره موافق نه یم چه افغانستان په فساد کی ۱۶ نمری ګټلی دی زه په دی باور لوم چه یوه نمره هم نه ده ګټلی دا ۱۶ نمره اضافی ورکړل شویدی که ځوک اسناد او دلایل غواړی زه یی عملا ورته وړاندی کوم د وزیر نه تر اجیر پوری ټول غله دی!!!!

الحاج استاذ بیانزی

زه وایم دی شباړس نمرو کی هم درغلی شوی او لا به دا منفی شپاړس نمری وی

Back to top button
6
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x