افغانستان

امرالله صالح:  د طالبانو او امریکا تر منځ توافق په هیواد کې سیاسي ګډوډي رامنځته کوي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۳ سلواغه، ۱۳۹۸ل): د ګډ حکومت د مشر «اشرف غني» په مشرۍ د «دولت جوړوونکي» ټاکنیزې ډلې مرستیال وایي، که د طالبانو او امریکا تر منځ په قطر کې روان مذاکرات توافق ته ورسېږي هم ګټه یې نشته او  په افغانستان کې د سیاسي ګډوډي د رامنځته کېدو سبب ګرځي.

امرالله صالح دغه څرګندونې په کابل کې « د افغانستان د سولې او جګړې د مطالعاتو» په مرکز کې کړې، نوموړي ویلي « هيڅ بهرنی هیواد د افغانستان په استازیتوب له طالبانو سره کړي توافقات په موږ نشي تحمیل کولای، هغه څه چې په افغانانو پورې اړه لري، باید له افغانانو سره حل شي.»

نوموړي که څه هم د بهرنیو هیوادونو له ډلې د کوم مشخص هیواد نوم په ګوته نکړ؛ خو ټینګار یې وکړ، چې « دافغانانو په استازیتوب له طالبانو سره د بهرنیو هیوادونو هوکړې او توافقات هیواد له داسې یوه وضعیت سره مخ کوي، چې د هیچا په ګټه نه دی.»

صالح د افغانانو د خپلمنځي مذاکراتو په اړه هم خبرې درلودې، نوموړي وویل « د بین الافغاني مذاکراتو لپاره د ټاکل کېدونکي پلاوي د غړو شمېر مهم نه دی بلکې، دا مهمه ده، چې ددې مذاکراتو پایله څه راوزي.»

د صالح په قول، له طالبانو سره که هر څه توافق کېږي،لومړی  باید د «لویې جرګې» او پارلمان له لوري «تصحیح» شي او بیا یې د «رد» او یا هم «منلو» په اړه پرېکړه وشي.

صالح داسې مهال د طالبانو او امریکا تر منځ توافق اندېښمن کړی، چې افغانان دې توافق ته هیلمن ښکاري او د یوې نوې سروې له مخې کابو۸۰  سلنه افغانان له سیاسي لارې د افغان جګړې په پای ته رسولو ټینګار کوي.

په ورته وخت کې، په دوحه کې طالب او مذاکراتي ټیمونه د توافقنامې لاسلیک ته نږدې کېږي او داسې تمې شته، چې ښايي د توافق له لاسلیک وروسته په یوه معین وخت کې بهرني ځواکونه خپلې کډې وتړي او په تعقیب یې د افغانانو خپلمنځي مذاکرات پیل شي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
4 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
الحاج استاذ بیانزی

د پیښاورو خبره ، مړه صالح په تبصره کولو هم نه ارزی، نزدی وه چه د اسدالله خالد په شان طالبانو ورله د عملیاتو به ترڅ کی د شا او مخی لیاری یوه کړی مګر الله ج وژغورلو . اوس خو خامخا دا وایی د غلامی اداری او په ځانګړی ډول د شمالی څو ځلی پلورل شوی ټلوالی د لویو لویانو بی ثباتی خو روسانو، ایرانیانو ،ترکانو ، عربانو او اوس غریبانو دومره زیاته کړی چه سهار یوه او ماښام بله وایی . همدی ناصالح د غنی سرهڅ ځو ځلی د دوستی او بیا د دشمنی شعارونه ورکړی د شمالی… نور لوستل »

سيد زرغون شآه آغا

صالح! کشکى صالح واى. سياسى ګډوډي به را منځ ته نسى, مګر د غلو, قاتلينو, غاصبينو, زانى, لوطى, رشوت خورو,….. لمن به حتمى ټوليڔى. دنصحت پر ځاى د تيښتى لار لټوه, چى اقلآ ځان ژوندى وباسى. دا وار ساختګى جنګ نه دى, چى پر خپل دفتر دى ساختګى حمله وکړل او ته ژوندى پاته سوى.

Adam Khan

Hahaha, it looks like you are losing the vice president post
I am so sorry for you.

عزام

غله،زورواکان،ګوډاګیان،لنډغر، اوس په ویره کې دی او د ملت له حسابه ویریږي.هغه ورځ إن شاء الله لرې نه ده چې دوی د خپلو اعمالو په سزا ورسيږي او د ملت زړونه ورباندې يخ شي

Back to top button
4
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x