افغانستان

روسیه د طالبانو او امریکا تر منځ روانې خبرې د بین الافغاني مذاکراتو لپاره اړینې بولي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۳ سلواغه، ۱۳۹۸ل): د روسيې د بهرنیو چارو وزارت په دوحه کې د طالبانو او امریکا تر منځ له روانو مذاکراتو هرکلی کړی او دا خبرې یې د افغانانو د خپلمنځي مذاکراتو لپاره لاره خلاصوونکې بللې.

اسپوتنیک نیوز د روسیې د بهرنیو چارو وزارت د ویاندې «ماریا زاخاروا» له قوله لیکي « روسیه د طالبانو او امریکا تر منځ له مذاکراتو، چې د دسمبر په میاشت کې پیل شول؛ هرکلی کوي، موږ په دې باور یو، چې ددې دواړو لورو تر منځ توافق د بین الافغاني مذاکراتو د پروسې لپاره لاره هوارولای شي.»

ماریا زیاتوي « په افغانستان کې تشنج لا هم په خپل حال پاتې دی، نیم افغانستان د طالبانو تر واک لاندې دی او د داعش ډلې جنګیالي هم فعال دي.»

نوموړې ددې تر څنګ هغه ادعاوې رد کړې، چې ګواکي ایران له افغان طالبانو ملاتړ کوي.

یاده دې وي، چې تر دې وړاندې هم روسیې د طالبانو او امریکا مذاکرات اړین بللی وو او ملاتړ یې ترې کړی وو.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
الحاج استاذ بیانزی

له هغه وروسته چه روسانو تعقیم شوی ماته خوړلی. تعقیم شوی دا معنی چه د غیرت او غچ اخستنی شیره او شیوه نوره نه لری تعقیم شوی دی . تعقیم عربی کلیمه ده پشتو کی ورته ( خسی شوی یا ټکیدلی ) معنی لری یعنی رنګونه یی د نارینه وو مګر د نارینه وو د مرانګی خصلت نور نه لری. امریکایان په زغرده د روسانو په ضد د مجاهدینو سره هر اړخیزی مرستی کولی تردی چه دفع هوا [ سټینګری ] یی ورکړی چه له امله یی روسان له افغانستانه هماغسی مازیګر او ماښام تر ةڼځ وځغاستل لکه امریکایان چه… نور لوستل »

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x