افغانستان

جرمني د «افغانانو تر منځ ډیالوګ» کوربتوب ته لیوالتیا لري

نن ټکی اسیا (جمعه، ۴ سلواغه، ۱۳۹۸ل): د المان لومړۍ وزیرې «انګلا مرکل» د سویس په داووس ښار کې د اقتصادي مجمع د نړیوالې ناستې په څنډه کې د ګډ حکومت له مشر «اشرف غني» سره لیدلي او د افغان سولې په برخه کې یې دمرستې ډاډ ورکړی.

له ارګ څخه په همدې تړاو خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي « په دغه کتنه کې د المان لومړۍ وزیرې د سولې په پروسه کې چې د افغانانو له لوري رهبري او افغانستان په دغه پروسه کې شامل وي، د افغان حکومت له هڅو خپل ملاتړ اعلان کړ.»

مرکل ددې ترڅنګ د افغانانو تر منځ ډیالوګ کوربتوب ته د المان هیواد لیوالتیا یاده کړې او په امنیتي او ملکي برخو کې یې له افغانستان سره د خپلو مرستو ژمنتیا یاده کړې.

د ارګ د خبرپاڼې په بنسټ، د جرمني لومړۍ وزیرې په دې لیدنه کې اشرف غني ته په ټاکنو کې د مخکښ راتګ مبارکي ویلې او هغه ته یې د المان د سفر رسمي بلنه ورکړې.

یاده دې وي، چې د طالبانو او امریکا تر منځ د یوه توافق د لاسلیک له ګرمو اوازو سره یو ځای داسې تمې شته، چې ښايي له دې توافق وروسته د افغانانو خپلمنځي خبرې پیل شي.

په ورته وخت کې جرمني وایي، دوی د افغانانو تر منځ د خپلمنځي خبرو د پیل لپاره د زمینې برابرولو په موخه د یوه سوله ییز ډیالوګ په جوړولو کار کوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x