افغانستان

هرات: حج اوقاف ریاست «حجاب» ته د هڅونې تابلوګانې له ښار لیرې کړې

نن ټکی اسیا (جمعه، ۴ سلواغه، ۱۳۹۸ل): وروسته له هغه، چې په هرات کې د امر باالمعروف او نهی عن المنکر ادارې د مشر او د ګازرګاه جامع مسجد د امام «مولوي مجیب الرحمن انصاري» له لوري په دې ښار کې حجاب ته د هڅونې تابلوګانې ونښلول شې او د مېرمنو د حجاب نشتون یې د نارینه وو د بې غیرتي نښه وبلله؛ په ټولنیزو رسنیو دې ګام تاوده غبرګونونه راوپارول او مخالفین او ملاتړي یې د ښځو د حقوقو په اړه ارزښتي بحثونو ته وهڅول.

زیاتره افغانانو د مولوي انصاري دا ګام وستایه، حجاب یې د اسلام د دین او افغاني کلتور برخه یاده کړه او ټينګار یې وکړ، چې په ټولنه کې د فحشاء د مخنیوي په موخه باید په ټولو ښارونو کې ورته کار وشي.

په ورته وخت کې د ښځو د حقوقو یو شمېر فعالانو، حکومتي چارواکو او تر ډېره هغه ځوانانو چې له افغان ټولنې د باندې اوسي؛ د مولوي انصاري کار نقد کړ، حجاب یې د مېرمنو د خپلې  خوښې کار وباله او دا یې د هرې ښځې شخصي حق یاد کړ.

د ګډ حکومت د مشر دویم مرستیال «سرور دانش» هم په مولوي انصاري نیوکه وکړه او د هغه څرګندونې یې جاهلانه وبللې.

د امریکا د سفارت یوې چارواکې هم ګواښ وکړ، چې دوی به پرېنږدي افغان ښځې په شاه تګ وکړي او نوولس  کلنې لاسته راوړنې یې له لاسه ووزي.

له دې ټولو غبرګونو وروسته، د هرات ولایت د حج او اوقافو ریاست د مولوي انصاري له لوري لګېدلې تابلوګانې لرې کړې او پر ځای یې داسې تابلوګانې نښلولې، چې پکې زغم، د یو بل منلو او د خلګو په شخصي حریم کې د لاس نه وهلو سپارښتنه شوې.

یاده دې وي، چې د تابلوګانو تر لګولو وړاندې د ټولنې په اصلاح هم ټینګار کړی وو او هوډ یې کړی وو، که حکومت حدود عملي نکړي، دی به دا کار وکړي.

هرات کې د مولوي انصاري له لوري لګېدلې تابلوګانې داسې مهال کښته کېږي، چې تېره ورځ د کابل ښاریانو د سترګو په وړاندې د موډلینګ ننداره ترسره شوه، دلته نجونو او ځوانانو لاسونه د یو بل په لاسونو کې نغښتي وو او ادعا یې کوله، چې د افغاني جامو نندارتون یې جوړ کړی.

ددې نندارې جوړوونکي ازادي راډیو ته وویل، په پلان کې لري د والنټاین ورځ په هرات کې د همداسې یوې نندارې په ترڅ کې ولمانځي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x