نړۍ

سعودي ملا د هټلر په لاس د یهودانو له ټولوژنې سره د خواخوږۍ لمونځ کړی

نن ټکی اسیا (جمعه، ۴ سلواغه، ۱۳۹۸ل): د رابطة العالم الاسلامي ټولنې سعودي ملا  او د سعودي د عدليې پخوانی وزير «محمد العيسی» تېره ورځ د پولنډ په پلازمېنې وارسا کې د يهودانو د سوځېدلو په مرکز کې له يهودانو سره د خواخوږۍ په نيت لمونځ کړی دی.

له محمد العيسی سره په دې سفر کې د بېلابېلو مذهبونو او نورو دينونو پيروان هم ملګري وو.

د نوموړي پلاوي دا کار د اسرائيلو د بهرنيو چارو او دفاع وزارتونو له لوري ستايل شوی.

د اسرائيلو د بهرنيو چارو وزارت اړوند «اسرائيل بالعربية» ټويټر حساب، د محمد العيسی د لمانځه دا ويډيو خپره کړې، چې د ۲۴ هېوادونو ملايان او نورو دينونو پيروان ورسره ملګري دي.

د اسرائيلو دفاع وزارت هم دا کار د دينونو ترمنځ د نږدې والي او خواخوږۍ ستر مثال ياد کړی دی.

اسرائيل بالعربية ټويټر پاڼې ليکلي: «د رابطة العالم الاسلامي ټولنې سرمنشي د سعودي تبع محمد العيسی له خپل مل پلاوي سره د يهودو د سوځېدو «هولوکاسټ» په مرکز  اوشفيتس کې د ياد نمانځنې پر مهال هلته لمونځ کړی دی، چېرته چې له يوه ميليون زيات يهودان وژل شوي وو.»

د اسرائيلو د دفاع وزارت وياند افيخای ادرعي هم په خپل ټويټر پيغام کې د محمد العيسی په مشرۍ د پلاوي د دې کړنې هرکلی او ستاينه کړې او وايي، چې «دا حقيقي اسلام دی.»

نوموړي ويلي، سعودي ملا او ورسره مل پلاوي يې د هولوکاسټ يهودو قربانيانو په ياد کې په اوشفتیس مرکز کې لمونځ کړی دی..

ادرعي زياته کړې «دا وډيويو وګورئ، عبرت ترې واخلئ او د اديانو ترمنځ وروري د خیر لامل ده.»

رابطة العالم الاسلامي په خپله ويب پاڼه کې هم ويلي، چې محمد العيسی د مختلفو مذهبونو د علماوو او د نورو دينونو د ګډ پلاوي په مشرۍ  په بوسنيا او هرسک او همدرانګه د پولنډ په اوشفيتس ښار کې د یهودو د ټولوژنې او پر هغوی د ظلم او وحشت د غندنې په موخه يادو سيمو ته سفر وکړ.

ويب پاڼه زياتوي، چې د رابطة العالم الاسلامي د پلاوي دا سفر په دې معنا دی، چې دوی د یهودو پر خلاف ټول شوي ظلمونه غندي او دا يې د اسلام ارزښتونه او اصول بللي دي.

محمد العيسی ويلي، اسلام يوازې د مسلمانانو لپاره نه، بلکې د ټول بشريت لپاره د خیر او رحم دین دی.

هولوکاسټ يا د يهودو اجتماعي سوځول دا يوه تاريخي پېښه ده، چې د تېرې پېړۍ په پنځوسمه لسيزه کې د نازيانو مشر ادولف هټلر څو ميليونه يهودان سوځولي او وژلي وو.

اسرائيل ادعا کوي، چې د دوهمې نړيوالې جګړې پر مهال هټلر شپږ ميليونه يهودان وژلي وو، خو ډېری غربي تاريخپوهان وايي، د ميليونونو يهودوانو د وژلو «هولوکاسټ» کیسه تاريخي افسانه ده، چې حقيقت نه لري او صهيوني تحريک غوښتل، د هولوکاسټ ډرامې په مرسته يهوادن له اروپا فلسطين ته کډوال کړي او فلسطين پرې ونيسي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
7 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
عبدالمالک همت

الله مودي له ازميښته وساتي. د سعودي واکمۍ په دې وروستيو مهالونو کي د دغه اسلامي هيواد واکمنو د امريکايانو د خوش خدمتۍ لپاره له وهابيت څخه د امريکې د امپرياليزم په ګټه د کار اخيستلو لپاره يوه پروژه طرح کړه. د دې پروژې له مخي سعودي عالمانو په وهابيت يا سلفيت کي خورا ډېر افراط وکړ چي له دې امله يې خولۍ په غوړو کي وه. اوس چي بيا سعودي واکمنو د امريکا او اسرائيلو د خوشامند او چوپر وهلو لپاره دا او سني اسلام ضد کارونه او پلانونه پر لار اچولي دي. يو زيات شمېر سعودي عالمانو له… نور لوستل »

جميل

ولاحول و لا قوته الا با الله
که دا د جدال دعوت نوی نو څه دی ؟ يو واری خو دی د فلسطين ، ميانمار ، کشمير ، افغانستان ، مالی ، سومالی ، سوريه ، عراق او د نړی د نورو مظلومو مسلمانانو لږترلږه نوم خو ياد کړی .
ليری نده چی د يهودو د جنازی غائبانه لمونځ هم ادا کړی .
يا الله سبحن تعالی ستا د خوږ نبی محمد صلی الله عليه وسلم امت نور د بيعزتی وساته
يا الله(ج) د ټولو مجاهدينو په تيره بيا د طالبانو کرامو ملاتړ وکړه
امين يا رب العالمين

غ.حضرت

ګوره د سعودی مُلا ساب! بېځایه بُک بُک سوی ئې. د نن ورځی او پرون ورځی هر اړخیزی ستونزی د ادیانو د عقائدو او کړنو په څرنګوالی کی نه بلکه: د زورور! او مغرور او متکبر او حریص او یاغی بشر! د عقائدو او کړنو په څرنګوالی کی باید وپلټل سی. د شپږ میلونو یهودو د ظالمانه وژنو قاتلین او همدارنګه د دوو وروستیو نړیوالو جګړو پیل کوونکی او قربانیان ټول د همهغه یوه فرهنګ او دین پیروان وه بناً که د شپږو میلونو یهودو وژنه د خواشینۍ او خپګان او غندنی وړ وی ( چی مسلّماً د غندنی وړ… نور لوستل »

غمی.پښتین

جوړ تازه.
سعودی مولانا صاحب ځکه لومنځ او دعا کړی چه،
۱-د ژوندی انسان سوزول څه چه د ژوندی حیوان سوزول هم اسلام کی اجازه نشته.
۲-اسلام کی د هر بی ګناه انسان قتل ناروا دی.که مسلمان وی که یهودی وی که عیسوی،
مقتولین ټول بی ګناه وه ،هیټلر قتل کړل.

Sakhi

ای د سعودی ملا صاحب ته اسرایل او امریکا پدی لمانڅه خوشحال کوی او په دی خبر نیی چه دا یوه افسانه ده اصل وافعیت نلری مهربانی وکړه تاریخ ولونه ملاصب محترمه بی ځایه لمانځونه مکوه!!

اجمل

زه یی مخالفت نکوم ځکه چی اسلام ماته دا وایی چی د دښمن د وژلو نه هم خوشحالی مکوه. اسلام ما ته وایی چی مار په اور کی موژنه خو هټلر په میلیونونو انسانان په اور کی واچول.

مجاهد

پشتین وروره ! مالیاره دا غنچی دی بس دی نور مه شکوه ګل. د اشغالګرو پاڼه زیړه ، اوشانو کی یی پړی اچولی کدی یی بار کړی ستاسی د دالرو بهیر ویالی په وچیدو دی په وچو ویالو کی ماهیان مه نیسی ماران به مو بکی وچیچی له دی وروسته د خپل مظلوم اولس به وینو او اوښکو رحم وکړه له الله ج وډاریږه خیر دی که کومه ورځ د وریندارو میکپ قضا شو د مجاهدینو به وینو دی میکب وکړی له ځانو دی ملالی جوړی کړی ستاسی دواړه مادی د اسلامی اصولو خلاف دی یا منحرفی شوی نیمه برخه… نور لوستل »

Back to top button
7
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x